ads

د وروستيو سېلابونو له زيانګالو سره د مرستو نه رسېدو په اړه اندېښنې

د خوړو نړیوال پروګرام ډبليو ایف‌ پي په خپل تازه را پور کې ويلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له لسګونو زرو قربانیانو سره د مرستې لپاره لازمه بودجه نه لري.

نویسنده: Azizi
23 چنګاښ 1403
د وروستيو سېلابونو له زيانګالو سره د مرستو نه رسېدو په اړه اندېښنې

یاده اداره زياتوي چې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د وضعیت ښه کولو لپاره ٦٠٠ ميلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د دې سازمان په خبره نږدې ١٢٥ زره سېلاب ځپلي چې ډېری یې د بغلان، فاریاب، لغمان او غور ولایتونو څخه دي، اوس له سېلابونو وروسته د دویمې میاشتې لپاره مرستې ترلاسه کوي.
یاد سازمان اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې اصلي موضوع دا ده چې څنګه کولای شي له کافي بوديجې پرته د روان کال په راتلونکو میاشتو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
ډبليو ایف ‌پي همدا راز اندېښنه څرګنده کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د اقلیم بدلون لا زيات شي او ويلي يې دي، دا د خوړو په خوندیتوب اغېز کولی شي.
د یادونې ده چې دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې ویجاړونکو سېلابونو سلګونه کسان مړه او زرګونه یې بې کوره کړل، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه او ګڼ شمېر څاروي یې له منځه يووړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA