نوموړي د پاکستان جیونیوز ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.
هغه ویلي چې دغه پرېکړهلیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.
د دې ګوند یوه جګپوړي مشر ذوالفقار بخاري ویلي، دوی هیلهمن دي چې نور هېوادونه او مشران هم د امریکا د استازیو جرګې په لاره پل واخلي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان ټاکنې چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند لهخوا د درغلیو له ادعاوو سره ملې وې.