ads

نړیوال جام؛ د ملي لوبډلې تاریخي بریا

د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې بریالي سفر ته کتنه

شمس‌الرحمن شمس
5 چنګاښ 1403
نړیوال جام؛ د ملي لوبډلې تاریخي بریا

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د ۲۰۲۴ کال شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه او هلته به له جنوبي افریقا سره مخ شي.
د کرکټ ملي لوبډلې دا تاریخي بریا په ملي او نړیواله کچه ستایل شوې او دا یې د افغانستان په لوبیز ډګر کې حیرانوونکی پرمختګ یاد کړی دی.

تر ۱۵ کلن مزل وروسته افغانستان د ۲۰۲۴کال شل اوریز جام اتو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه، په دې پړاو کې ملي لوبډله له هند، اسټرلیا او بنګله‌دېش لوبډلو سره مخ ده.
د افغانستان لومړۍ سیالي د هند لوبډلې سره پیل شوه، هند لومړۍ توپوهنه پیل کړه او هغه هم د تمې خلاف بریدګره توپوهنه.
هند د اتو لوبغاړو له سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۸۱منډو هدف ورکړ، په ځواب کې افغان لوبډلې توپوهنه پیل کړه او په لومړي اوور کې رحمان الله ګربز د یوې اسمان څکې شپږې او څلوریزې سره هندۍ لوبډله وارخطا کړه.
خو په دویم اوور کې بومرا هر څه بدل کړل او د افغان بریدګر لوبغاړی رحمان الله ګربز یې اوټ کړ.
له رحمان الله ګربز وروسته د افغان لوبغاړو د سوځېدو لړۍ پیل شوه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۱۳۴منډې وکړې.
هند دا سیالي د ۴۷منډو په توپیر وګټله، د ملي لوبډلې له ماتې سره سم په افغانستان کې د کرکټ مینوال ناهیلي شول او یو شمېر مبصرینو د وېسټ انډیز د افسانوي لوبغاړي براین لارا هغه وړاندوینه مسخره کړه چې ویلي یې وو، افغانستان به نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي.
که څه هم افغان مینوال ناهیلي وو، خو د کرکټ ملي لوبډلې د استرلیا پر وړاندې د پوره چمتوالي خبر ورکړ.
د کرکټ یو شمېر مبصرینو د اسټرلیا او افغانستان ترمنځ سیالي ځکه مهمه ګڼله، چې افغان لوبډلې په ۲۰۲۳کال کې له اسټرلیا تقریباً ګټلې لوبه بایللې وه.
خو تبصرې ډېرې د اسټرلیا په ګټه روانې دي، د جون ۲۳مه نیټه ده او د نړیوال جام ۴۸مه لوبه د افغانستان او اسټرلیا ترمنخ ترسره کېږي.
په افغانستان کې د سهار څلور بجې دي هېوادوالو لمونځونه وکړل او د بري له دعا سره یېلوبه هم پیل شوه.
لومړۍ توپوهنه افغانستان پیل کړه، ګربز او ابراهیم ځدران ډېر ارام لوبيدل او دواړو د سلو منډو ملګرتیا وکړه، خو وروسته اسټرلیا لوبه کابو کړه او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ملي لوبډلې یوازې ۱۴۸ منډې وکړې.
هدف ته په کتو د کرکټ مینوالو وړاندینه دا وه چې اسټرلیا به دا هدف په ډېرې اسانۍ پوره کوي، ځکه اسټرلیا د نړۍ بهترینه لوبډله ده او د نړیوال جام اتله هم پاتې شوې ده.
لومړی اوور نوین الحق پیل کړ او د پیل لوبغاړي له سوځېدو سره اسټرلیا لوبډله وارخطا شوه، همغه وو چې افغان توپ اچوونکو ته موقع په لاس ورغله او د اسټرلیا ټوله لوبډله یې په ۱۲۷منډو وسوځوله.
د افغانستان لپاره دا بریا د نړیوال جام ګټلو په معنی وه، نه یوازې افغانان ورته حیران شول، بلکې د کرکټ نړیوال مبصرین او مینه‌وال یې هم ګوته په غاښ کړل.
د افغانستان په دې بریا سره د نیمه پای لوبې شین څراغ روښان شو او ملي لوبډلې ته یې لوړ مرال ورکړ.
ورپسې د هند او اسټرلیا ترمنځ لوبه ترسره شوه چې هند په ډېرې اسانۍ سره اسټرلیا ماته کړه.
د اسټرلیا تر ماتې وروسته د کرکټ مینوالو ټول نظر د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ کېدونکې سیالۍ ته واوخوت.
دا سیالي د جون میاشتې په ۲۵مه نېته پیل شوه، لوبه خورا مهمه ده، که بنګلدېش افغانستان ته ماتې ورکوي نو اسټرلیا به نیمه پای لوبې ته وځي او که بنګلدېش یې په ټاکل شوي توپیر ګټي، نو بیا بنګلدېش نیمه پای لوبې ته لاره مومي.
لوبه سهار پنځه بجې پیل شوه، افغانستان لومړۍ توپوهنه کوي، رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران یوه او دوې منډې جوړه وي.
ملي لوبډله تر ډېر فشار لاندې ښکاري، بنګلهدېشي لوبغاړي خورا زړوره توپ اچونه کوي.
پیچ کې توپوهنه ډېره ګرانه برېښي،ګربز هم ناخوښ دی، ځکه پرلپسې توپونه پرې میس کیږي.
ابراهیم ځدران په سټرایک دی، نوموړي په ۲۸ بالونو یوازې ۱۸منډې جوړې کړي، اوس له ۲۹ بال سره مخ دی.
ابراهیم ځدران ته ۲۹ بال ښه تمام نه شو او ویکټ یې له لاسه ورکړه، تر ده وروسته د ګربز ویکټ هم وغورځېده او بلاخره افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۱۵منډې وکړې.
د بنګلدېش لوبډلې ته د ۱۱۶منډو هدف ډېر کم بریښي لوبغاړي خوښ دي خو باران پر دواړو لوبډلو وېره خپره کړې.
باران ودرېد او لوبه پیل شوه د بنګلدېش لپاره لیټن ډاس بریدګره توپوهنه پیل کړه، د نوین په لومړي اوور کې ۱۳منډې جوړې شوې.
بنګلدیشي لوبغاړي ډاډه بریښي، د بال لپاره فضل حق فاروقي راغی او په خپلو لومړیو بالونو یې د تنزید حسن ویکټ ترلاسه کړه.
د بنګلهدېش چټکه توپوهنه لاهم دوام لري، ډاس پر فضل الحق فاروقي ستر شاټونه پیل کړل، دوی برلاسي ښکاري، ځکه منډې ښې روانې دي.
خو د نوین الحق درېیم اوور هرڅه بدل کړل، دوه مهم لوبغاړي پکې اوټ شول، اوس د بنګلهدېش ۴۶منډې دي او درې لوبغاړي یې سوځېدلي.
د لوبې لس اوورونه ترسره شوي د بنګله دېش لوبډلې ۷۷منډې دي او ۵لوبغاړي یې اوټ شوي.
لوبه کې بیا باران وشو او لږ ځنډ یې د کرکټ مینوال خفه کړل، خو تر لږ ځنډ وروسته باران ودرېد او سیالي بیا پیل شوه.
خو د لوبې رنګ هغه وخت بدل شو کله چې راشد خان د مقابلې لوبډلې څلور ویکټې ترلاسه کړې، خو بل لور ته ډاس چې لا هم خپلې پاڼۍ ته دوام ورکاوه، پنځوسېزه ووهله او افغان لوبډله یې تر فشار لاندې کړه.
په میدان کې د بنګله‌دېش مینهوالو لخوا شور او ځوګ جوړ دی، دوی ته په ۳۰ توپونو ۲۵منډې په کار دي.
تبصره د هغوی په ګټه روانه ده، افغان مینهوال شونډه په غاښ لوبه ننداره کوي، د کلید راډیو د خبر خونه (نیوز روم) چې د نورو ورځو پرتله پکې خاموشي ډېره احساسېږي. د همکارانو سترګې یې د خپلو کمپیوټرونو ترڅنګ د تلویزیون پر ښیښه هم خښې دي.
ګلبدین نایب ډېر ښه بال ترسره کړ یوازې دوه منډې یې ورکړې، اوس بنګله‌دېش لوبډلې ته ۲۳منډې په کار دي، خو افغانستان ته بیا درې ویکټي اخیستل ضروري دي.
ګلبدین نایب په ډګر ساتنه کې بدلون راوست او له یوه پټ پلان سره د توپ اچوونې په موخه یې منډه کړه، توپوهونکي بال په هوا کړ، محمد نبي په ډیپ سکویر لیګکې موجود دی او ډېر اسانه کیچ یې ونیو.
سیالي لا په زړه پورې شوه، په ۱۸ باله ۱۹ منډې په کار دي، د بال لپاره نوین الحق راغی په لومړیو درېیو بالونو یې یوازې درې منډې ورکړې، خو څلورم بال یې د ټولو د خوښې بال ترسره کړ او د بنګلدېش لوبډلې نهم لوبغاړی هم وسوځېد.
وروستۍ ویکټه ده، ټول ټلوېزیون ته ځېر دي، په لوبغالي کې د ناستو لوبغاړو او همکارانو په سترګو کې اوښکې ځلېږي. نوین الحق د افغانانو د ارمانونو لپاره یو مهم توپ ترسره کړ.
او له دې سره افغانستان بری په خپل نوم کړ او په لومړي ځل یې په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. دا د لوبو او ځانګړي توګه کرکټ په تاریخ کې د افغانستان په نوم یو زرین سرټکی شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA