ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله له زیانمنو شویو کورنیو سره اغېزمنې مرستې نه دي شوي او دوی له ډول ډول ستونزو کړېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په ځانګړي ډول داخلي بېځایه شوې او هغه کورنۍ زیاتې زیانمنې شوي چې تازه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستنې شوې دي.
د ثور له ۲۱مې د هېواد په ختیځ، شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو چې سلګونو کسانو ته یې مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه واړول.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې د سېلابونو په نتیجه کې ۳۴۷ کسان مړه او ۱۰زره کورونه په بشپړ یا جزوي توګه تخریب شوي دي او زیاتوي چې کېدای شي واقعي شمېر تر دې زیات وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غور ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د سېلاب ځپلیو د مرستو بهیر له نږدې وڅاره.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ