اسلامي امارت وایي چې سبا یکشنبه د عرفې ورځ او د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، څرنګه چې د سترې محکمې له خوا اعلان شوی، په افغانستان کې به د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
نوموړي ویلي، یو ځل بیا یادونه کوي چې نن شنبې د عرفې ورځ نه ده بلکې سبا یکشنبې د عرفې ورځ او دوشنبې به هم د لوی اخترلومړی ورځ وي.
د یادونې ده چې سعودي عربستان نن شنبه د عرفې ورځ او سبا یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ