ads

په ننګرهار ولايت کې د ځوانانو د يوالی او ويښتابه غونډه

په ننګرهار ولايت د اطلاعاتو کلتور رياست کې د ځوانانو چارو امریت له لوري د ځوانانو يوالی او ويښتابه تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه.

سميع الله مبارز
24 غبرګولی 1403
په ننګرهار ولايت کې د ځوانانو د يوالی او ويښتابه غونډه

د ننګرهار ولايت د اطلاعات کلتور رياست له لورې د ځوانانو د يوالي او ويښتابه تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه، چې پکې د ياد ولايت له بېلابېلو ولسواليو ځوانانو ګډون کړی وو.
د ياد رياست د ځوانانو چارو امر محمد اصف زهير ځوانانو ته له دوی سره د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل، دوی هڅه کوي چې ځوانانو ته د تعليم، کار او نورو برخو کې فرصتونه برابر کړي، تر څو ځوانان له مايوسۍ خلاص او په ټولنه کې ځان د يوه فعال ځوان په توګه وويني.
« مونږ پدې بنياد دغه غونډه وکړه، چې ځوانانو ته په کاري فرصتونو د نظام له اړخه د ډاډ د ځوانانو مايوسۍ او اوس وختونو کې، چې ځوانان له مکاتبو او پوهنتونو څخه فارغ شول، دوی ته د نظام له اړخه ډاډ ورکړل شي، چې نظام ستاسې تر څنګ ولاړ دی او ستاسې په خدمت کې دی».
د چپرهار د ځوانانو ټولنې مشر شفيق الله مطهر وايي، ځوانان د ټولنې د ملا دتېر حيثيت لري او بايد ورته وخت ورکړل شي، څو خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.
نوموړي ځوانانو ته پر شته فرصتونو، چې د حکومت لخوا ورته برابر شوي خوښ دی، خو وايي د نظام د بهبود او بقا لپاره بايد پر ځوانانو لا ډېر کار وشي.
« ځوانان د ټولنې د ملا د تېر حيثيت لري، همداسې د حکومتونو د ملا د تېر حيثيت هم دی، ځوانان دي چې په اداراتو کې د خلکو خدمت ته ناست دي او د هغوی کارونه مخته وړي، ځوانان دي، چې د حکومت غږ ولس ته راوړي او د دوی غږ تر چارواکو رسوي، دا د ځوانانو هغه مهم والی دی د حکومتونو لپاره، چې حکومتونو ته څومره مهم دي».
د یادې غونډې ګډونوال تميم عزيزي ، له مسؤلو چارواکو غوښتنه وکړه، هغه ځوانان، چې لوړې زده کړې لري او يا هم نوي فارغ شوي دي، بايد ورته د کار زمينه برابره شي، څو د بې کارۍ له رنځ ونه کړيږي او دې ته اړ نه شي، چې هيواد پريږدي.
« زمونږ د ننګرهاري ځوانانو په عموم کې له مسؤلينو څخه غوښتنه لرو، چې دغه ځوانان په خپل غيږ کې راټينګ کړي، همدارنګه کاري فرصتونه ورته برابر کړي، ترڅنګ يې نور د نظام مزایاوي چې دي بايد ځوانان ترې برخمن شي».
ياده غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت ویلي چې په هېواد کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په دې برخه کې یې هڅې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA