ads

په سمنګان کې د نس ناستي ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده.

د ایبک ښار د ولایتي روغتون مسوولین وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې پر نس ناستي اخته شاوخوا پنځه زره ناروغانو ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کړې ده.

احمدالله ستانکزی
24 غبرګولی 1403
په سمنګان کې د نس ناستي ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده.

د سمنګان ولایت ځایي روغتیایي چارواکي په دغه ولایت کې د زرګونه کسانو د بېلابېل ډوله ناروغیو پر اخته کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت ځایي مسوولین وایي، چې تېرو کلونو ته په کتو په روان کال کې په بې ساري ډول د نس ناستي، رواني او موسمي ناروغیو کچه لوړه شوې او لامل یې وروستي سېلابونه، ناپاکه اوبه، د تودوخې لوړوالی او ورته نور موارد په ګوته کوي.
د سمنګان ولایتي روغتون امر سید عثمان حمیدي وایي، چې د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو درېیو میاشتوکې پر نس ناستي ناروغۍ اخته شاوخوا پنځه زره کسان ولایتي روغتون ته مراجعه کړې.
« د سېلابونو له راتګ وروسته په هره ولسوالۍ کې د اسهالاتو د ناروغیو کچه د حمل میاشتې نه راپه دېخوا ډېره شوې ده. په حمل میاشت کې پر اسهال ناروغۍ ۱۲۳۳ اخته کسانو روغتون ته مراجعه کړې. دغه راز په ثور میاشت کې دغه ارقام ۲۲۴۷ ته پورته شوی وو. د رونې جوزا میاشتې په لړ هم تقریبآ دوه زره کسان په همدې ناروغۍ اخته شوي دي.»
بل لور ته د ایبک ښار مرکزي روغتون ته پر نس ناستي یا اسهالاتو ناروغۍ اخته یو شمیر راغلي ناروغان د ډاکټرانو له چلنده خوښ دي او وايي، چې پر وخت یې درملنه کېږي.
د نس ناستي پر ناروغۍ اخته دوه تنه ناروغان محمد صابراو نصیر احمد په دې اړه وایي:
« زه د اسهال پر ناروغۍ اخته یم، ډاکټران پر وخت زموږ درملنه کوي، دوا راکوي او معاینات مو کوي، موږ ترې ډېر خوښ یوو.»
« ما تبه او د وینې اسهال درلود، روغتون ته راغلم ډاکټرانو بستر کړم اوس مې صحت ښه دی. د ولایتي روغتون له ډاکټرانو راضي یو پر وخت مو سمه درملنه کوي او همېش زموږ په خدمت کې دي.»
له دې ټولو سره د روغتیاپالانو په خبره، که د دا ډول ناروغیو مخنیوي لپاره جدي پاملرنه ونه شي، نو د انسان د مړینې لامل کېږي.
د سمنګان ولایتي روغتون د انتاني څانګې ډاکټر جلال الدین طاهري وایي، له شته امکاناتو په استفادې سره خلکو ته د درملنې خدمات وړاندې کوي او په وینا يې ورځ تر بلې د نس ناستي ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده.
« سېلابونه زیات شوي دي او خلک له همدې کبله په اسهال او کولرا باندې اخته کېږي. خلک باید ناپاکې اوبه استعمال نه کړي ځکه وژونکي دي، په اوس وخت کې د ویالو اوبه خړې دي او د څښاک لپاره مناسبه نه دي، ښه به وي چې دغه اوبه لومړی تصفیه شي او بيا له اېشېدلو وروسته وکارول شي.»
د یادونې وړ ده، چې د سمنګان ولایت مرکزي روغتون نږدې یو کال وړاندې له ٨٠ څخه ٢٥٠ بستريز ته ارتقا وکړه او اوس نه یوازې دا چې د ناروغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو شمېر ډېر شوی، بلکې ګڼ طبي وسایل هم ورکړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA