ads

په خوست کې ۲۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست ولایت په مرکز کې د ښاورالۍ په چوکاټ کې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د فرعي سړکونو ۲۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

بصیر یاد
23 غبرګولی 1403
په خوست کې ۲۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، د مرکز اړوند بېلابېلو سیمو کې یې د فرعې سړکونو او کلیوالي کوڅو د اساسي جوړونې ۲۸ پروژې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خوست ښاروال بسم الله بلال وویل، دغه پروژې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ ترسره شوې چې شاوخوا ۳۰ کیلو متره اندازه سړکونه د ۳،۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شول:
«تقریباً ۲۸ پروژې وې د دې ټول مصرف ۳۳ لکه ډالر و چې، تقریباً دا ټولې پروژې سره جمع کړي یعنې ۳۰ کیلو متره کېږي چې، د دې ټول کارونه تکمیل شول ان شا‌ءالله سرته ورسیدې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
بل لورته د خوست یو شمېر اوسیدونکي وايي، د مرکز اړوند کلیوالي کوڅې په اساسي ډول جوړې شوې خو په خبره یې چې، دغه پروژه دې تمدید شي څو د دې سړکونو پاتې برخې هم جوړې شي.
د پوهنتون ښارګوټي اوسیدونکی ګل شریف هڅاند وايي، پخوا دغه کوڅې خورا خرابې وې چې له کبله یې د تګ را تګ پر وخت خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې او اوس یې پر پخیدو خوشاله دي:
«اوس دا کوڅې چې جوړې شوې ډېرې ښکلي او ډېرې اساسي، دا هم د صحت له نظره یې اهمیت زیات دی او هم یې سیمې ته ښکلا ورکړه. زموږ وړاندیز دا دی چې دا پروژه تکمیل نه ده څه برخه یې پاتې ده که په راتلونکې کې ښاروالي دا کومک وکړي بل ډونر پیدا شي او پاتې برخه یې هم بشپړه شي، ډېره به ښه وي.»
د خوست مرکز یو بل اوسیدونکی اسلم بیا وايي، لا هم ځینې فرعي او کلیوالي کوڅې له اساسي جوړیدو پاتې دي او له مسوولینو غوښتنه کوي چې، دغه پروژه تمدید شي:
«زموږ د ټولو ځوانانو دا غوښتنه ده چې، زموږ په دې کلي کې څو کوڅې پاتې دي تقریباً نیم کلی پاتې دی، زموږ هیله او امید دا دی له ښاروالۍ او یونپس چې زموږ سره د هغه کوڅو په رغونه کې هم کومک وکړي.»
د یادونې وړ ده چې، خوست ښار ته څېرمه جوړ شوي فرعي سړکونه او کوڅې په ټوله اندازه نه دي جوړې شوې او خلک له ښاروالۍ غواړي چې، پاتې برخې ته یې هم پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA