له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوهم پړاو کې د کډوالو راستنېدل ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي.
ننګرهار کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، تر دا مهاله څه باندې ۱۳ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
راغلي کډوال بيا وايي، د پاکستاني پوليسو ناسم چلند، وخت ناوخت د دوی ځورول دې ته اړ کړل، چې خپل هېواد ته راستانه شي.
راغلي کډوال وايي، هېواد ته په راتګ خوښ دي، خو اندېښنه لري، که چېرې ورته د کار روزګار زمينه برابره نه شي؛ نو ژوند به يې تر مهاجرته لا ډېر سخت شي.
د کونړ ولايت اوسېدونکی دلاور، چې تازه هېواد ته راستون شوی وايي، اسلامي امارت دې مونږ ته د کار زمينه برابره کړي، څو د پردي وطن بيا ارمان ونه کړو.
نوموړی وايي،
« خوښ يو چې خپل وطن ته راغلو، د کار زمينه نشته مشکلاتو سره مخ يو، له اسلامي امارت نه مو غوښتنه ده، چې له مونږ سره مرستې وکړي او مونږ ته پام وکړي او د کار زمينه برابره کړي، ترڅو خپلو بچو ته يوه مړۍ روزي په ارامه فضا کې پيدا کړو».
د کډوالو په لومړۍ جوپه کې مسؤلينو له راستانه شويو کډوالو سره د ۲ لکه نمرو د وېش ژمنه وکړه، چې به ورته ور کړل شي.
راغلي کډوال بيا وايي، تر اوسه ورته ځمکه نه ده وېشل شوې، په داسې حال کې، چې د سرپناه د نشتون له جدي ستونزو سره مخ دي.
راغلی کډوال ذاکر وايي، په کرایي کورنو کې له اوسېدو نور ستړي شوي او نه هم نور د کرايې د ورکړې وس لري.
نوموړی د اسلامي امارت له مسؤلينو غوښتنه کوي، چې هر څه ژر دوی ته د سرپناه لپاره ځمکه په واک کې ورکړي، څو د اوسېدو يوه خونه په کې جوړه کړي.
« کور مو خپل نه ده په کرایي کورونو کې اوسېږو، ژوندړ مو ډېر سخت دی، له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخامخ يو؛ نو له اسلامي امارت نه مو غواړو، چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي او زمونږه دغه مشکلات حل شي».
د کډوالو او را ستنېدونکو چارو ریاست د مسؤلينو په خبره یاد ریاست هڅه کوي د راغلو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ياد رياست رییس بازمحمد عبدالرحمن وايي، د راغلو کډوالو د استوګنځاينو په تړاو خيريه موسسو له مونږ سره ژمنې کړې، چې د جوړولو په برخه کې به ورسره مرسته کوي.
نوموړی وايي،
« د کورونو په رابطه مونږ سره موسساتو وعدې کړي دي، چې کورونه به کډوالو ته جوړوو، نو عملي کار لا نه دی شروع، کېدای شي له لوی اختر وروسته پرې کار شروع کړو او همدارنګه د موسساتو له خوا ورسره ۱۳ زره افغانۍ په تورخم کمپ کې مرسته کېږي، ۱۰ زره افغانۍ او ځينې خوراکي توکي د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي».
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات د معلوماتږ له مخې، اوسمهال په پاکستان کې نږدې درې نيم ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې نږدې شپږ سوه زره افغان کډوال په جبري توګه و اېستل شول.