د خوړو نړيوال پروګرام ( ډبلیو اف پي ) وایي چې د مرستندویه هېوادونو له لوري د مرستو کمښت یوه بله لویه اندېښنه ده.
یاد پروګرام وایي د بودیجې کمښت به دوی دې ته اړ کړي چې په اوړي کې له ۶ میلیونه ټاکل شویو کسانو سره بیړنۍ مرستې یو یا دوه ملیونو ته راکمې کړي .
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د سږ کال لپاره لس میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې پنځلس فیصده ترلاسه کړې ده.
تر دې وړاندې هم یو شمېر مرستندویه بنسټونو اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په زوره ایستلو د خلکو د اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ