ads

هرات کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

یاده پېښه تېره ورځ په کرُخ ولسوالي کې د یو کاسټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې

کامران احمدزی
29 غویی 1403
هرات کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګړې مسوول ډاکټر احمد فهیم افضلي ویلي، چې  د پېښې له ځای څخه دوی ته څلور جسدونه او ۱۴ ټپیان ور وړل شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، له موټر سایکل سره تر ټکر وروسته، کاسټر له سړک اوښتی دی.

د یادونې ده، چې په هېواد کې ډېری وخت د لارو د خرابوالي او موټر چلوونکو د بې احتیاطي له کبله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA