ads

روسیې د اوکراین درې نورې سیمې نیولې

د روسیې دفاع وزارت تېره ورځ ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین په شمال او جنوب کې پرمختګ کړی او د روبوتیې کلي په شمول یې درې سیمې نیولې دي.

کامران احمدزی
27 غویی 1403
روسیې د اوکراین درې نورې سیمې نیولې

په ورته مهال بیا د اوکراین دفاع وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چې په خارکییف کې یې روسي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
په همدې حال کې د اوکراین جمهور رییس ولادمیر زیلنسکي ویلي، اوس مهال باید ټول تمرکز له روسیې سره په جګړه وي او په کار ده چې د دوی له ځواکونو سره مرستې زیاتې شي.
روبوتیه سیمه پر اوکراین له برید شپږ میاشتې وروسته روسیې ونیوله، چې په ۲۰۲۳ کال کې بېرته د اوکراین سرتېرو لاسته ولوېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA