ads

«د مچلغو بند؛ که جوړ شي، خلکو ته یې سترې ګټې رسېږي»

د پکتیا ولایت اوسیدونکي وايي، د مچلغو بند چې د سوېل ختیځ زون په کچه په لویو بندونو کې شمېرل کېږي، د جوړېدو چارې یې په نیمايي کې پاتې دي.

بصیر یاد
25 غویی 1403
«د مچلغو بند؛ که جوړ شي، خلکو ته یې سترې ګټې رسېږي»

دغه بند چې د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې موقعیت لري، د تېر حکومت پرمهال یې چارې پیل شوې وې، خو اوس په نیمايي کې پاتې دی او د خلکو په خبره چې که حکومت یې جوړیدو ته پام ونه کړي، نو شوي کارونه یې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د پکتیا اوسېدونکی والي جان وايي، د مچلغو بند چارې ۵۰فیصده ترسره شوې او که دغه بند جوړ شي، په دغه ولایت کې به د برېښنا تولید او کرنیزو چارو د خړوبولو لپاره د اوبو ستونزه هواره شي:
«په سلو کې پنځوس فیصده جوړ ده، پنځوس فیصده پاتې ده خو چې جوړ شي له حکومت زموږ دا غوښتنه ده چې، دا جوړ شي نو ډېره ځمکه به ترې خړوبه شي اباده به شي او دې خلکو ته به کار په کې پیدا شي،»
د دغه ولایت یو بل اوسیدونکی وارث بیا وايي، د مچلغو بند ترسره شوې چارې هم د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي او که حکومت پر وخت پام ورته وه نه کړي، نو ممکن سېلابونه یې له منځه یووسي.
نوموړی زیاتوي، اوسنیو حالاتو ته په کتو په کار ده چې د یاد بند چارې ژر پیل شي:
«د مچلغو بند کار په ټپه ولاړ ده دا نهرونه یې جوړ کړي دي، مکمل بېرته سیلابونو خراب کړل. اوس خو امن دی باید په دې بند باندې کار شروع شي، موږ برق او هر څه ته اړتیا لرو.»
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير عبدالطیف منصور وایي، د تېر حکومت پرمهال د مجلغو بند د جوړولو چارې اداره امور ته سپارل شوې وې چې تراوسه هم دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت ته نه ده ورکړل شوې.
منصور زیاته کړه، څو ځلې یې د یادې ادارې له مسوولینو سره په همدې تړاو ناستې کړې، څو د خلکو غوښتنو ته رسیده ګي وشي:
«مچلغو بند په تېره اداره کې داسې یو سیستم جوړ شوی و چې زموږ له وزارت سره د هغې قرارداد نه شته هغه اداره امور کې یوه عملیاتي اداره جوړه وه او انکشاف ملي ته یې په قرارداد ورکړی و، موږ ډېر کوښښ مو وکړ چې دا پروسه د اوبو او انرژي وزارت ته را واړو، ترڅو موږ هلته دا خپله ژر مدیریت کړو او عملي کار پرې شروع کړو؛ خو د دې باوجود هم موږ کوشش کړی له عطا شاه سره مجلسونه وکړل. دا د خلکو غوښتنه ده او په دې باندې کار شروع کړی.»
د معلوماتو پر اساس، د هېواد په سوېل ختیځ زون کې مچلغو یو له مهمو بندونو شمېرل کېږي چې د دغه بند له اوبو به شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه خوړوبه شي او دغه راز به د برېښنا د تولید سربېره سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه هم برابرې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA