نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې پر عصري ټیکنالوژۍ د کرنې برخې نه سمبالتیا، د اوبو ناسم مدیریت او په دې برخه کې د مسلکي کادرونو کمښت هغه علتونه دي چې دا برخه یې ټکنۍ کړې ده.
برادر وویل:
:«زموږ د کرنیزو محصولاتو د کموالي عمده عامل په عنعنوي بڼه کرکېله، له نیمایي ډېره ځمکه له کښت پاتې کېدل. د عصري ټکنالوژۍ نه استعمال، د اوبو ناسم مدیریت او د مسلکي کادرونو نشتون، د اصلاح شوي تخمونو نشتوالی، د سړو خونو نشتوالی او په دغه سکټور کې د سوداګرۍ انګیزې نشتوالی دی.»
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا وویل، په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو، وچکالیو او اقلیمي بدلون له کبله د کرنې سکټور خورا زیان لیدلی دی.
نوموړي همدارنګه وویل، اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې د افغان برګزانو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
«په افغانستان کې بدبختانه په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او یرغلونو له کبله د افغانستان کرنیز سکټور اغیزمن شوی دی. همدارنګه د افغانستان کرنیز سکټور د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له امله هم خورا زیات زیان لیدلی دی.»
د ریاست الوزرء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وویل، د افغانستان له ۸۰فیصده پورته وګړي په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور ته ځانګړی پام وکړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي چې د هېواد کرنې او مالدارۍ سکټور د پخوانۍ دودیزې بڼې پر ځای له عصري وسایلو سره اشنا کړي.
«په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په مالدارۍ او کرنې بوخت دي. له ۸۰سلنې پورته خلک خپل ژوند د کرنې او مالدارۍ له لارې مخته وړي. اسلامي امارت هڅه کوي چې ددغه سکټور ودې ته ځانګړی پام وکړي.»
په کابل کې د ۱۴۰۳یم کال د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون ته د ریاست الوزراء ملا محمد حسن اخند له خوا په رالېږل شوي پیغام کې بیا له افغان سوداګرو هیله او غوښتنه شوې وه، چې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پانګونه وکړي.
په دغه پیغام کې ویل شوي چې په افغانستان کې اوس جګړه پای ته رسېدلې او افغان سوداګر په ډاډه زړهٔ په کوردننه پانګونه کولی شي.