د دغې ادارې ویاند سمیع الله درانی په دې اړه وايي:
«د افغانستان له اوسپنې پټلیو څخه په نورمال ډول د سوداګریزو توکو انتقالات دوام لري، چې د ۱۴۰۳ کال د وري له ۳۱مې بیا د غويي تر ۶مې ټولټال ۸۲زره او ۸۱۳ مټریک ټنه انتقالات شوي چې په کې صادرات، واردات او ټرانزیټ شامل دي.»
د دراني په وینا، له څلورو کلونو ځنډ وروسته د خواف-هرات د رېل پټلۍ له لارې هم صادرات پیل شوي دي.
درانی همدارنګه وايي، د افغانستان یو رېل ګاډی چې ۱۱سوه مټریک ټنه توکي په کې بار دي، نېږدې وخت کې به ترکیې هېواد ته ورسیږي:
«یو ریل ګاډی چې نږدې ۱۱سوه مټریک ټنه توکي په کې بار دي د ترکیې په خوا یې حرکت کړی چې ترکیه ته به رسول کېږي.»
بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي رېل پټلۍ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یوه مهمه وسیله ګڼي او وايي چې له دې لارې به افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي وايي، د رېل پټلۍ له ودې سره به د افغانستان اقتصادي وده هم لوړه شي:
«د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان اقتصاد غوړېږي، سوداګري ورسره پراختیا پیدا کوي، صادارات ورسره زیاتېږي او د دولت عواید ورسره ډېرېږي. همدارنګه خلکو ته د کاري زمینې په برابرېدو کې هم مهمه ونډه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د رېل پټلۍ له لارې له یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شوې او د مارچ میاشتې پر ۲۸مه نېټه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرارداد هم لاسلیک شو.
د افغانستان له خاورې څخه د یادې رېل پټلۍ په تېرېدو سره به د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره شي.