ads

د جان بس د سفر هدف څه دی

قطر او پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال جان بس د سفر په تړاو سیاسي شنونکي وېشلي نظرونه لري او وایي، امریکا تل هڅه کړې چې د همدغو دوو هېوادونو له لارې په افغانستان او سیمه کې خپل اهداف تعقیب کړي.

اسلام الدین احمدي
9 غویی 1403
د جان بس د سفر هدف څه دی

د امریکا د بهرنیو وزارت سیاسي مرستیال جان بس د اپرېل پر ۲۶مه د قطر او پاکستان سفر پیل کړی او په پام کې ده چې د دغه سفر پر مهال د قطر او پاکستان له لوړپوړو چارواکو او ډیپلوماټانو سره د افغانستان پر وضعیتاو په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې اترې وکړي.
د سیاسی چارو شنونکی او پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي، امریکا یو ځل بیا د بل کوم هدف تر لاسه کېدو په لټه کې ده، ځکه یې دغو دوو هېوادونو ته خپل پلاوی لېږلی دی.
«کوم پروګرام چې امریکا لري، د هغه پلي کولو لپاره له قطري او پاکستانې چارواکو سره یو ځای پلانونه جوړوي او خبرې کوي. که د پردې شاته خبره نه وای، نو امریکایان به په مستقیم ډول له اسلامي امارت سره مخامخ خبرو ته حاضرېدل.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید اکبر اغا هم وايي، امریکا غواړي د قطر او پاکستان له لارې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اوسني حکومت ته خپل پیغامونه ولېږدوي.
«زما په نظر د جان بس سفرونه د دې لپاره دي چې قطر دې ته بیا چمتو کړي چې دوی بیا د امریکا او اسلامي امارت تر منځ منځګړیتوب وکړي او د دوحې تړون عملي شي.»
ومو غوښتل په دې اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د وضعیت په تړاو اوږد راپور خپور کړی او په دغه راپور کې ویل شوي چې دوی د افغانستان اوسنی حکومت ځکه په رسمیت نه پېژني چې په بېلابېلو برخو کې یې کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA