ads

په بلخ کې ۱۰۰زره نشه‌یان د درملنې لپاره راټول کړل شوي

په تېرو دوو کلونو کې په بلخ ولایت کې پر مرکز مزارشریف سربېره له ولسوالیو څخه نږدې سل زره پر نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې په هدف راټول کړل شوي دي.

احمدالله ستانکزی
9 سلواغه 1402
په بلخ کې ۱۰۰زره نشه‌یان د درملنې لپاره راټول کړل شوي

د یاد ولایت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولین وايي، دامهال په بلخ کې د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او سپين ږيرو په ګډون ۹۵ زره کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.
د بلخ ولایت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير جمعه خان کوچی وايي، د تېر يوه کال په موده کې پر نشه يي توکو د درې زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.
«د سږ کال په اوږدو کې مو له درې زرو څخه زیات هغه کسان راټول کړل، چې ښار یې ککړ کړی و او د ښار بڼه یې خرابه کړې وه او د ښار دننه یې د خلکو تر منځ وېره خپره کړې وه»
د بلخ امنيه قوماندانۍ د مسوولينو په وينا، دغه درې زره کسان د هغو له ډلې څخه وو، چې د لارې په اوږدو او د مزارشريف ښار په کنډوالو کې يې شپې او ورځې سبا کولې، چې پر غلاوو سربېره خلکو ته په سیمه کې یو خنډ ګرځېدلي وو.
په ورته مهال یو شمېر روږدي کسان چې درملنه یې شوې ده، خوښ دي او وايي، د نشه يي توکو په پرېښودو یې نوی ژوند پیل کړی او غواړي چې تر رغېدو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای ژوند وکړي.
له نشه یي توکو رغېدلی یو تن ځوان ازاد خان په دې اړه کلید ګروپ ته داسې وایي:
«دا ۱۲ کاله کېږي، چې زه د نشه یي توکو کاروونکی وم او اوس زه له مسوولینو منندوی یم، چې زموږ درملنه کوي. پخوا به د سړک په غاړه پراته او په هديرو کې ويده کېدم، د نشه يي توکو له کبله غمجن وو او د خپلې کورنۍ په اړه مو فکر نه کاوه او اوس شکر دی چې په وړيا توګه مو درملنه کېږي»
په ورته وخت کې پر نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان له دولت څخه غوښتنه کوي چې د درملنې د پړاو له پای ته رسېدو وروسته دې دوی ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو له یوې خوا د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او له بلې خوا په کارونو بوخت شي.
نظر ګیلدي چې تازه یې نشه یي توکي پرې اېښې او تر درملنې لاندې دی په اړه وایي:
« پخوا به موږ کمپونو ته تللو او د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره به مو پيسې ورکولې، خو اوس مو په وړيا توګه درملنه کېږي، خو له دولتي چارواکو او سوداګرو مو غوښتنه دا ده، چې په شرکتونو او فابریکو کې دې موږ ته د کار زمينه برابره کړي؛ ترڅو موږ بیا په دې لاره لاړ نه شو»
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د رسمي شمېرو له مخې؛ بلخ يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې نږدې سل زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې د هغوى درملنه د بهرنيو هېوادونو او د نړيوالو بنسټونو زياتو مرستو ته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA