ads

شنونکي: د روسیې غونډې ته تمه نشته

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د جوړېدونکې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو د چارو کارپوهان دغې ناستې ته ډېر هیله‌مند نه دي.

فضل هادي حمیدي
3 سلواغه 1402
شنونکي: د روسیې غونډې ته تمه نشته

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي چې روسیه، چین، ایران او پاکستان به د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي.
کابلوف د دغې ناستې اجنډا د اسلامي امارت له چارواکو سره د ټولګډونه حکومت جوړولو او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې تعامل یاد کړی دی.
ومو غوښتل چې د دغې غونډې په اړه د اسلامي امارت د مسوولینو نظر واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکي په افغانستان کې دې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي، ویلي وو چې د افغانستان حکومت اوس هم پراخ بنسټه دی او د نظام څرنګوالی د افغانستان کورنۍ موضوع ده.
«په نظام کې شمولیت او نه شمولیت، د نظام او حکومت څرنګوالی د یوه ملت مسوولیت دی. نور هېوادونه باید په دغو مسایلو کې لاسووهنه ونه کړي. بل دا چې اسلامي امارت د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي او موږ هڅه کوو چې دا اړیکې عملي بڼه خپله کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وایي چې دا د پخوانیو ناستو پر دوام یوه ناسته ده او ډېره تمه ورته نه شي کېدای: «دغه غونډه د نورو غونډو پر دوام یوه غونډه ده او کومه خاصه ځانګړتیا نه لري، یو تفاوت چې شته هغه دا دی چې په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له طالبانو سره خپله راشه درشه پالي، خو د رسمیت پېژندلو لپاره د دوی شرط دا دی چې دوی یو پراخ پنسټه حکومت جوړ کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی امین الله احساس وایي، د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان او اسلامي امارت د تعامل لپاره یوه اجماع رامنځته کړي: «دغه غونډې او ناستې هغه وخت اغېزناک تمامېدلای شي چې لومړی د اسلامي امارت استازي په کې ګډون ولري او دوهم دا چې په داسې مشخصو موضوعاتو بحث وکړي چې هغه د تطبیق وړ وي.»
له دې وړاندې هم په روسیه او ځینې نورو سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو کې ورته ناستې شوې، خو کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA