که څه هم تر اوسه د افغان او پاکستاني حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چارو کارپوهان دغه سفر ته ډېر هیلهمند نه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ستونزې حل کړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمدخان اندړ وایي، په دې وروستیو کې پاکستان په وار وار پر افغانستان بې بنسټه تورونه لګولي او غواړي چې په نړیواله کچه د افغانستان نوم بد کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې له ګاونډیانو سره د اړیکو رغېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي او وړاندیز کوي چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو لوړپوړي پلاوي سفرونه او خبرې اترې وکړي:
«دا ستونزې به د محلي چارواکو په تګ سره حل نه شي، ښه به دا وي چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي لکه د بهرنیو چارو وزیر هلته سفر وکړي او له پاکستان سره خبرې وکړي چې نور دې هغه پخوانۍ ستراتیژۍ ته چې د افغانستان په اړه د دوی پوځ او استخباراتو درلوده، د پای ټکی کېږدي.»
د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې ژورې بولي او زیاتوي چې کېدای شي پاکستان لوړ اهداف ولري چې په دغو سفرونو او خبرو اترو سره به روان وضعیت په بشپړه توګه عادي نه شي.
نوموړی زیاتوي چې کېدای شي وضعیت بدلون وکړي، خو په داسې اندازه نه چې خلک یې غواړي:
«که د دواړو هېوادونو ترمنځ پلاوي تګ او راتګ وکړي، کېدای شي په حالاتو کې یوه اندازه نرمښت راشي، ځکه پاکستان ته وار له مخه د امریکا استازي هم راغلي وو، د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم واشنګټن ته لاړ، نو دا ټول هغه څه دي چې په ترڅ کې به یې وضعیت نورمال خواته لاړ شي، خو بیا به هم ترېنګلی وي، ځکه پاکستان کېدای شي له ځان سره ډېرې لوړ اهداف ولري.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته هم افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې وه، ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شو شویو ستونزو په حل کې منځګړیتوب وکړي.