ads

د اړیکو ښه کېدو لپاره د خلیلزاد وړاندیز

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې “ترينګلي” بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو ستونزو او ان مخامخ شخړې پېښېدو خبرداری ورکوي.

تاج ولي غورځنګ
25 لیندۍ 1402
د اړیکو ښه کېدو لپاره د خلیلزاد وړاندیز

زلمي خلیلزاد پر اېکس‌پاڼه اوږده لیکنه کې هغو لاملونو ته اشاره کړې چې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ یې حالات دومره خراب کړي چې د هغه په ټکو که یې مخنیوی ونه شي، پایلې به یې بدې وي.
خلیلزاد وایي، کابل او اسلام اباد باید خبرې اترې او هوکړې په پام کې ونیسي چې اجرایي ضمانتونه او میکانیزمونه ولري.
نوموړی وایي د دوحې په هوکړه کې د یوه او بل له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې مستقیمه یادونه نه ده شوې او زیاتوي:
«همدمره خبرې پرې شوې وې چې دواړه هېوادونه به د دې جنجالي موضوع په اړه دوه اړخیزه مخامخ خبرې کوي. اوس ددې وخت دی چې هغه بهیر پیل شي.»
خو دا چې د خلیلزاد دغه وړاندیز څومره ګټور دی او ایا عملي کېدل یې شوني دي، که نه، په دې اړه د چارو شنونکي بېلابېل نظرونه لري.
د چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی له پاکستاني لوري سره د ستونزو د هواري په هدف د زلمي خلیلزاد څرګندونې اغېزمنې بولي.
نوموړي په دې اړه کلید ته وویل:
«د مخامخ جګړو پر ځای ښه ده چې دواړه لوري له یو و بل سره خبرې وکړي. اوس هم داسې معلومېږي چې پاکستان په دې لټه کې دی ترڅو د ځینو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره رسمي سند ولري، لکه د سرحدونو په اړه یې یادونه کولای شوو.»
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي بیا وایي، پاکستان لوری نه‌غواړي چې له افغانستان سره د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي.
«د پاکستان ټول حکومت هغه که چارواکي دي او که نور سیاستوال، نه غواړي چې افغانستان په پښو ولاړ پاتې شي. دوی هڅه کوي چې افغانستان په حاشیې کې اوسي او هر څه د دوی ومني.»
له دې وړاندې ګڼو پاکستانیو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومته غوښتي چې د دوحې هوکړه عملي کړي او اجازه ور نه کړي چې وسله والې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه وکړي.
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه ونه ویل، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او په افغانستان کې هېڅ داسې وسله واله ډله نشته چې ګاونډیو او لرې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر امریکا ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره د لېدنو او خبرو پرمهال په افغانستان کې له شته وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو پړه پر افغان لوري ور اچولې او په دې اړه یې له امریکایي لوري غوښتي چې له دوی سره همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA