ads

د اصف دراني څرګندونو ته غبرګون

اسلامي امارت مسوولینو یو ځل بیا د پاکستاني حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې وایي، د افغانستان اوسني سرپرست حکومت (ټي ټي پي) یا پاکستاني طالبانو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

تاج ولي غورځنګ
22 لړم 1402
د اصف دراني څرګندونو ته غبرګون

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کلید ته وویل چې دوی دا تورونه ردوي او که پاکستان په دې برخه کې کوم شواهد او مدارک ولري، له دوی سره یې دې شريک کړي.
«موږ د پاکستان حکومت دغه ادعاوې رد وو، ځکه کوم تحقیقي اړخ نه‌لري. که دوی شواهد لري، موږ ته دې وښیي چې په کوم ځای کې خلک موجود دي چې موږ یې اعلاج وکړو، دا یو تور دی چې هېڅ ګټه نه کوي.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په خپلو تازه څرګندونو کې بیا په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت تورن کړی چې د (ټي ټي پي) یا پاکستاني طالبانو زرګونه جنګیالیو ته یې پناه ورکړې.
دراني د پاکستان د اوسني لومړي وزیر انوار الحق کاکړ خبرې سمې بللي چې وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.
هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره بیا په «بد خوب» بدله شوې ده.
د چارو شنونکي وایي، د پاکستان حکومت په‌خپلو چارو کې دومره پاتې راغلی چې غواړي خپلې ناکامۍ پر افغان کډوالو په فشار راوړلو او د افغانستان پر اوسني حکومت د تورونو له لارې پټې کړي.
د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر معین‌ګل څمکني په دې اړه کلید ته وویل:
«په ځلونو د اسلامي امارت مشرانو په خپلو رسمي بیانونو کې دغه خبره کړې چې موږ د افغانستان خاوره د بل چا پرضد نه کارو او دوی یې دې ته هڅه‌ولي چې خپل مسوولیتونه په خپله غاړه واخلي او پر نورو یې ور وانه‌چوي.»
د پاکستان ځانګړی استازي وایي، د اسلامي امارت له خوا یوازې د خبرو تر کچې غبرګون بسنه نه کوي، بلکې دوی باید عملي ګامونه واخلي.
خو اسلامي امارت وړاندې هم ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA