ads

که وقایه ونه‌کړو، زړه ناروغي مو په کمین کې ده

په افغانستان کې د نورو ناروغیو ترڅنګ د زړه په ناروغۍ هم ګڼ کسان اخته کېږي چې یو شمېر یې ځنې مري.

اسلام الدین احمدي او فضل هادي حمیدي
1 تله 1402
که وقایه ونه‌کړو، زړه ناروغي مو په کمین کې ده

ډاکټران وایي چې د زړه ناروغي له ۲۰ تر ۷۵کلنۍ انسان ته پیدا کېدلی شي، خو ۸۰په سلو کې پېښې یې له ۴۵کلنۍ پورته عمر کې پېښېږي.
د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټر محمد سمیع کریمي وايي چې یوازې په تېر کال کې نږدې ۲۲زره تنه پر دغې ناروغۍ اخته او له دوی سره ثبت شوي.
«په ۲۰۲۲میلادي کال کې د زړه پر ناروغۍ اخته ۲۱زره ۸۸۴ تنه زموږ سره ثبت شوي چې له ډلې ۲زره ۴۷۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
عوامل
ډاکټران د زړه ناروغۍ علتونه په ټوله کې خوړو ته نه پاملرنه، ورزش نه کول او د نورو ناروغیو نه کنټرول یادوي.
ډاکټر کریمي وايي، که چېرې دغه موارد رعایت شي، د دغې ناروغۍ کچه راښکته کېدلی.
«ناوړه غذایي رژیم، په کورنۍ کې د دغې ناروغۍ شتون، له دخانیاتو ګټه اخیستل، په وینه کې د کلسټرول لوړېدل، د شکرې ناروغي، د فزیکي فعالیت یا سپورټ نه کول او چاغوالی د دغې ناروغۍ لوی عوامل دي.»
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر میرویس بیا خرابه هوا او د شکرې ناروغۍ سابقه، د هغو عواملو په ډله کې شمېري چې د زړه ناروغۍ رامنځ ته کولی شي.
«هوا خرابه ده، غذاګانې معیاري نه‌دي، په خلکو کې د شکرې کچه لوړه ده، د دخانیاتو کارول زیات دي، دا ټول د زړه ناروغیو علتونه کېدای شي.»
ډاکټر کلیم الله ارشد رحیمي بیا د غوړیو ټیټ کیفیت او ډېر استعمال هم د زړه ناروغیو په رامنځ ته کېدو کې اغېزناک بولي او وايي:
«خلک له غوړیو ډېر کار اخلي او د غوړیو کیفیت هم ټیټ دی، چاغوالی، د شکرې ناروغي، د الکولو کارول دا ټول هغه لاملونه دي چې د زړه ناروغي رامنځ ته کوي.»
د ناروغۍ نښې
ډاکټران وایي، د زړه ناروغي بېلابېلې نښې او اعراض لري، خو اکثریت اعراض یې چې څرګندېږي، سره ورته دي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر میرویس غیرت وايي: «د سینې درد پیدا کېږي، د زړه ناروغي ولري، د تشویش او ستړیا یا پر لاره د تګ پرمهال ورته په سینه کې درد پیدا کېږي، اوږې او لاسونه درد کوي، ساه لنډي ورته پیدا کېږي، پښې یې پړسېږي، په اورمېږه کې رګونه پړسېږي، که ژر یې درملنه ونه شي خېټه او ځیګر هم پړسېږي.»
ډاکټر کلیم الله ارشد رحیمي هم د زړه ناروغیو علایم ناروغۍ ته په پام بېلابېل یادوي، خو وایي چې په ټوله کې ډېر علایم یو شان دي: «په سینه باندې درد وي. سینه، مټو، ورمېږ او نور ځان کې درد پیدا کېږي، پښو او لاسونو کې دردونه او پړسوب ورته پیدا کېږي، لاس او پښې یې یخېږي، د فزیکي فعالیت او پلي تګ پر مهال ژر ستړی کېږي او خېټه کې ورته پړسوب پیدا کېږي.»

سپارښتنې
ډاکټران وايي که چېرې د زړه ناروغان د دوی په سپارښتونو عمل وکړي او طبي لارښوونې په سمه توګه رعایت شي، هم به ناروغان د ناروغۍ له شد حالته ژغورل شوي وي او هم به عام خلک خوندي پاتې وي. ډاکټر میرویس غیرت په دې اړه وايي:«هغه خلک چې د زړه پر ناروغۍ نه دي اخته، باید وقایه وکړي، دوامداره سپورټ وکړي، که سګرټ څکوي، پرې یې ږدي، خپل غذایي رژیم ته پام وکړي، که ډېر خواږه او غوړ یعنې شحمي مواد او کاربوهایدریت خوري، هغه کم کړي، خپل وزن او لوړ فشار باید کنټرول کړي، خو هغه کسان چې د زړه په ناروغۍ اخته دي، هغوی باید سبزي ډېره وخوري، مېوه وخوري، مالګه او غوړي باید کم کړي، سپورټ وکړي، د زکام، سینه بغل او نورو ناروغیو پر وړاندې ځان واکسین کړي، له خپل معالج ډاکټر سره په اړیکه کې اوسي او خپل درمل قضا نه کړيږ»
ډاکټر کلیم الله ارشد رحیمي هم وایي، خلک باید هغه خواړه کم وخوري چې د زړه ناروغۍ د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.
«هڅه دې وشي هغه خواړه چې د زړه لپاره زیان لري، لکه چربي او مالګه کم وخوري، له حده ډېر خوراک ونه کړي، وزن کم کړي، سګریټ او الکول ترک کړي، لوړ فشار کنټرول کړي او دوامداره سپورټ وکړي.»
د تشخیص او درملنې امکانات
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د قلبي یا زړه ناروغیو د تشخیص امکانات په کور دننه په کافي اندازه شته، خو د درملنې امکانات یې په دولتي روغتونونو کې کافي نه دي. د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټر محمدسمیع کریمي د بېلګې په توګه وایي چې د زړه والونو د بدلولو یو سپرېنګ له سلو تر دوه سوه اتیازره افغانیو لګښت لري چې په دولتي روغتونونو کې د دې امکان نشته.
«د ابن سینا صدري روغتون پخوا ۲۱بستره و، خو د اسلامي امارت په راتګ سره ۹۰ بسترونو ته یې ارتقا وکړه او هلته هېوادوالو ته قلبي او صدري خدمتونو وړاندې کېږي.»
د زړه ناروغي خطرناکه بلل کېږي او پر دې ناروغۍ اخته کسان به په تېرو کلونو کې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلل، خو مسوولین وایي چې اوس تر ډېره په هېواد کې د دولتي روغتونونو ترڅنګ په خصوصي روغتونونو کې د زړه ناروغیو تشخیص او درملنه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA