نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې دوی په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره له کابل څخه مرسته غوښتې ده.
کاکړ زیاته کړې چې هېواد به یې د افغانستان له پولو څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل د پاکستاني حکومت دا ادعاوې رد کړې، چې ګواکي په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پلانېږي.