ads

په کندهار کې د ریکشا چلوونکو شکایتونه

د کندهار ښار په ډېرو لږو ناحیو کې له ټکسي موټرونو او نورو رکشاوو پرته زرنج رکشاوې هم خلک چلوي او له یو ځای څخه بل ځای ته سپرلي په‌کې وړي.

بخت محمد ریحان
1 تله 1402
په کندهار کې د ریکشا چلوونکو شکایتونه

ریکشا چلوونکی صدیق الله وایي، سپرلي یې تر پخوا کمه شوې او دغه راز د تېلو بیو د لوړېدو له کبله یې هم کاروبار ټکنی شوی.
د دوی په وینا، په ښار کې یې د دوکانونو مخې ته هم خلک نه پرېږدي، تر څو د سپرلیو لپاره ودرېږي.
«دلته کارونه سره کمزوری دی د ورځی ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانی پیدا کوو کورنۍ راپسې ده د هغو ژوند څنګه مخته پدغه پيسو باندی یوسوو زرنجان مو یا د کرایې وی او یا هم خپل وي.»
بل خوا د ټرانسپورټ ریاست اړوند د زرنج رکشاوو نماینده ملا محمد صدیق اخند وایي، رکشاوې ډېري دي، خو سپرلي کم دي، ځکه د رکشا چلوونکو کاروبار ټکنی شوی دی.
د هغه په وینا، ځیني رکشا چلوونکي پر نمبر سپرلي نه پورته کوي، نو له همدې کبله هغوی ته دوکانداران د دوکانونو مخې ته د درېدو اجازه نه ورکوي.
«کاروبار نشته، سورلي کمه ده، زرنجان زیات دي، نو په همدې خاطر د دوی کاروبار کم شوی دی.»
د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندهار کې شاوخوا ۳۵۰ زرنج رکشاوې فعالیت لري، خو پخوا دا شمېر ډېر کم وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA