د اسلام اباد پولیسو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ هم ۱۷ افغانان نیولي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه پلان له مخې به ناقانونه کډوال د سفارتونو په همکارۍ بېرته خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند په اړه خبرې کړې وې.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت یو وار بیا هلته د افغان کډوالو ځورولو ته مخه کړې.