د دې ادارې پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې لاهم د دغه بحران د مخنیوي لپاره یوه کړکۍ پرانیستې پاتې، خو په خبره یې، که رغنده ګامونه وانه خیستل شي، وخت به له لاسه ووځي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په راتلونکي سخت ژمي له ۱۵میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
تېره ورځ د اسیا او ارام سمندر لپاره د یادې ادارې مشر «جان ای لیف» هم په ویډیويي پیغام کې ویلي چې دوی په افغانستان کې له سخت مالي کړکېچ سره مخ دي.
نوموړي پر مرستندویه بنسټونو هم غږ کړي چې د ا فغانانو لاسنیوی وکړي.
ملګرو ملتونو ادارې تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.