ads

مجاهد: ملګري ملتونه له افغانستان سره ظالمانه چلند کوي

له تېرې سه شنبې ورځې راهیسې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه روانه ده او په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

تاج ولي غورځنګ
1 تله 1402
مجاهد: ملګري ملتونه له افغانستان سره ظالمانه چلند کوي

که څه هم پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه کاله پوره شوي، خو لاهم د اسلامي امارت سرپرست حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم نه ده ورسپارل شوې.
خو پوښتنه دا چې تر کله به د نړۍ او افغانستان تر منځ همداسې پیکه اړیکې دوام کوي او ولې دا څوکۍ د افغانستان سرپرست حکومت ته نه سپارل کېږي؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې د اسلامي امارت مسوولین وایي، ملګري ملتونه په ډېریو مسایلو کې له افغانستان سره ظالمانه چلند کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یاد سازمان کې د افغانستان څوکۍ یو فرد ته ورکول ظالمانه بولي او زیاتوي، له افغان ولس پرته هېڅ فرد حق نه‌لري چې دغه څوکۍ اشغال کړي.
نوموړي کلید ته وویل:
«د افغانستان خلک اوس یو نظام یا حکومت لري. باید له اوسني نظام سره تعامل شوی وای او دغه څوکۍ ورته سپارل شوې وای. دا ظلم دی چې دوی روان کړی. دوی شل کاله زموږ هېواد په نظامي لارو تر فشار لاندې نیولی وو او اوس یې له سیاسي اړخه نیولی دی. ملګري ملتونه د لویو قوتونو په لاس کې دي او هغوی یې لوبوي.»
د چارو شنونکي بیا وایي، تر هغه چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او امریکا د غوښتنو منلو په اړه نرمښت ونه ښودل شي، داسې نه برېښي چې دا څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپارل شي.
د سیاسي چارو شنونکی شېردل پاڅون په دې اړه کلید ته وویل:
«زه فکر نه کوم چې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان څوکۍ انحصار شوې وي، بلکې دغه څوکۍ تر ډېره په امریکا پورې اړه لري، څو چې اسلامي امارت له امریکایانو سره یوې پایلې ته ونه رسېږي، فکر نه کوم چې دغه څوکي ورکړي.»
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلۍ ته د ځینو هېوادونو مشرانو د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
دوی په خپلو څرګندونو کې له نړۍ څخه غوښتي چې د افغانستان اوسنی وضعیت عادي ونه‌ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالواسع قانع بیا د افغانستان اوسنی وضعیت بې سرپوښه دیګ ته ورته بولي.
«دا وضعیت ځکه منځ ته راغلی چې په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان استازی نه‌شته. داسې څوک نه‌شته چې د افغانستان وضعیت نړۍ ته ښه انځور کړي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان د غونډې په څنډه کې د ناروې، جاپان، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې، د اسلامي همکاریو سازمان او د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر په ګډون د ځينو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له چارواکو سره کتلي او د نجونو د زده‌کړو او له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ یې د بېلابېلو مسایلو په اړه ورسره خبرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA