د هلمند په مرکز لښکرکاه کې له یوې بې سرپرستې مېرمنې سره مخ شوم چې اوسمهال د اتو اولادونو سرپرستي ور پهغاړه ده او وایي چې خاوند یې په یوه ټرافیکي پېښه کې په دواړو پښو معلول شوی دی.
نوموړي وویل چې که دولت او خیرییه موسسې او بنسټونه په کور کې کاروبار ورته پیدا کړي، له اوسنیو ناخوالو به په امن کې شي.
«اوس په کورکې خپل معلولیت ترڅنګ د داتو اولادونو سر پرستې راپهغاړه ده، که څه هم زه لاسي صنایع جوړوم، خو بازار یې پیکه ده او ګوزاره مو نه پرې کېږي.»
بله مېرمن چې خاوند یې ایران ته د خوارۍ لپاره تللی وایي، د شپږو اولادونه مور ده او بوډا پلار چې په سترګو هم ړوند شوی دی.
د هغي په څیره کې چې له ورایه بېوزلې ښکاریده، دې همله مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې لاس نیوي یې وکړي.
« خاوند مې نشته، شپږ اولادونه لرم، پلار مې هم بوډا او ړوند دی. غوښتنه مې له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه دا ده چې مرسته راسره وکړي او په کور کې یو کاروبار راته پیدا کړی.»
د سپوږمي په مستعار نوم هم په مرکز لښکرګاه ښار کې بله هغه مېرمن ده چې په کور کې یې کوچنۍ هټۍ جوړه کړې، خو وایي، په دې یې هم ګوزاره نه کېږي او دولت یې دې لاسنیوی وکړي.
« دغه وړوکی دوکان لرم، د ماشومانو خوراکي توکي خرڅوم. دا مو هم د کورنۍ ګذاره نه کېږي. که مرستندویه بنسټونه د لاسي صنعت په برخه کې مرسته وکړي، کېدای شې اقتصاد مو پر پښو ودېږي «
هلمند کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي د ښځو د لاسي صنایع په اړوند وایي، د دولت له خوا کله کړنلاره وړاندې شي، دوی به د یادو ښځو لاسنیوی وکړي.
دصنعت او سوداګرۍ ریاست رییس مولوي عبدالولي هاشمي وایي:
« موږ د ښځو د لاسي صنایع په اړه وزارت ته وړاندیزونه کړي، خو تراوسه د هغوی له خوا کومه طرحه نه ده وړاندې شوې. کله چې وړاندې شي، د پریکړي مطابق به له بې سرپرسته مېرمنو سره مرستي وشي.»
نه یوازې هلمند، بلکې په نورو ولایتونو کې هم بې سرپرسته مېرمنې له ورته ستونزو سره مخ دي او له دولت غواړي چې بنسټیز لاسنیوی یې وکړي او په کورونو او کلیو کې کاروبارونه ورته پیدا کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ