ads

په خوست کې ۴۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، د مرکز اړوند په بېلابېلو کليو کې د څه د پاسه يو نيم ميليون ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژې روانې دي

بصیر یاد
31 وږی 1402
په خوست کې ۴۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د خوست ښاروال بسم الله بلال وويل، د بيارغونې په دې پروژو کې په کانګريټي ډول د کليوالي لښتيو، کوڅو او سړکونو جوړول شامل دي چې، مالي لګښت يې د UNOPS موسسې له لوري ورکول کېږي.

نوموړي خپلو خبرو کې وويل دغه اداره د دا ډول ۲۹ پروژو د پلي کولو پلان لري چې په هره پروژه باندې ۱۳۰ زره امريکايي ډالر لګښت راځي او هر مسلکي کس ته ۷۰۰ افغانۍ او عادي ته ۴۵۰ ورځنی مزد ورکول کيږي:

«موږ له دې الحمدالله وخت په وخت نظارت کوو، کوم ځای کې چې مشکل وي هغه ترې ړنګوو، هیڅوک داسې نه شي کولی چې په خپل سر کار وکړي یا یې کیفیت نه وي سم او یا کومه بله معامله په کې شوې وي. زه ډاډ ورکوم چې دا ډول شفافې او با کیفیته پروژې به په ټول خوست کې نه وي.»

د مرکز اړوند د شمل شموڼي او لنډي کلي يو له هغو سيمو څخه دي چې، د بيارغونې ياده پروژه په کې د پلي کيدو په حال کې ده.

په دې پروژه کې په کار بوخت یو کاریګر محبت الله وايي،  له يوې خوا يې اساسي اړتياوې پوره کيږي او له بلې خوا د کلي بې روزګاره ځوانانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده:

«دا يوه نيمه مياشت کې کيږي چې کلي ته دا پروژه راغلې ده، دا سړک باندې مو کار پيل کړی دی، شاوخوا ۴۰۰ متره سړک زموږ لپاره پخیږي. په دا کې زموږ د کلي ټول ځوانان لګيا يو. دولت څخه ډېره مننه کوو.»

بل لورته  د سيمي نور اوسيدونکي بيا وايي، څه ډول چې لازمه ده د دغو پروژو کيفيت ته پاملرنه نه کيږي.

د سيمي يو تن اوسيدونکي شېرزاخان وويل، کوم کانګريټي سړک چې د دوی په کلي کې جوړ شوی، د انجينری اصولو له مخې ځيني برخې يې معياري نه دي جوړې شوې:

«دا سړک چې په لومړي سر کې کار پرې شوی ښه نه دی جوړ شوی، کله چې د سيمې خلکو شور جوړ کړ بيا پاتې سړک ښه جوړ شو نو تقریباً په سلو کې ۷۰ فیصده خراب دی. سیمنټ یې کم ور اچولي دي.»

د یادونې وړ ده چې، په خوست کې له دې وړاندې هم د ځینو موسساتو په پروژ له دې کبله نیوکې کېږي چې، کارونه یې معیاري نه ترسره کېږي او د وخت په تېریدو سره ژر له منځ

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA