ads

د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د ټام ویسټ لیدنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغان نجونو د حقونو او دغه راز په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چارواکو سره کتلي دي

کامران احمدزی
31 وږی 1402
د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د ټام ویسټ لیدنه

نوموړي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ۷۸یمې غونډې په څنډه کې یې د پاکستان، ناروې او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو، د ژغورنې کمېټې له مشر او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره کتلي دي.

نوموړي په دې لیدنو کې په افغانستان کې زده کړو ،کار ته د مېرمنو پر لاسرسي او د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دا لیدنې په داسې حال کې کېږي چې اسلامي امارت وايي، په کور دننه د ښځو د زده کړو او کار په اړه لګېدلي بندیزونه دایمي نه دي، بلکې د یو ځانګړي چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د کار او زده کو زمینه برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA