ads

د ملګرو ملتونو غونډه؛ نن د افغنستان پر وضعیت خبرې کېږي

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شي

کامران احمدزی
31 وږی 1402
د ملګرو ملتونو غونډه؛ نن د افغنستان پر وضعیت خبرې کېږي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده.

په دې ناسته کې به  د بشري حقونو د بېلابېلو ډلو او بنسټونو استازي ګډون ولري.

ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر ریچارډ بنټ او د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدربار به هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې را بلل کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د نړۍ ۱۲ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښوودلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA