نوموړي تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد اصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید ستونزې لویې نه شي.
امیرخان متقي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د ګاونډیو او سیمو هېوادونو پر وړاندې اسلامي امارت د غوره ډیپلوماتیکو اړیکو پالیسي لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د چمن بولدک له مسافرو سره د چلند، د سبزیجاتو او مېوو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، او د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو په اړه خبرې کړې دي
په همدې حال کې پاکستاني لوري ویلي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ او دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لویو لارو کې رامنځته شویو ستونزو ته به یوه حل لاره را وباسي.
نوموړي ویلي، پاکستان له افغانستان سره هر ډول همکاري ته چمتو دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو د ورکړې لړۍ بیا پیلوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې څه ناڅه ترینګلې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ