ads

له افغانستان سره د ۴۰۰میلیونه ډالر مرسته

له افغانانو سره د نړیوالو د بشري مرستو پر دوام د اسیا پراختیایي بانک له بېوزلو او زیانمنو افغانانو سره د ۴۰۰میلیونه ډالرو مرستې د تصویب خبر ورکړی دی.

محمدخان بریال
30 وږی 1402
له افغانستان سره د ۴۰۰میلیونه ډالر مرسته

د دغه بانک په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا مرسته تر ډېره زیانمنو افغانانو او په ځانګړي ډول افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ټولې پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې د زیانمنو افغانانو پر لاسنیوي یې ولګوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې له ډلې به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانانو ته یې ورسوي.
دوه سوه میلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د اوو نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ وکړي او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر پایه له افغانانو سره د مرستې لپاره د یو میلیارد ډالره مرستو غوښتنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA