ads

د کشک ـ تیرپل نفتي حوزې ارزونه داوطلبۍ ته وړاندې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه پرون ناوخته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

محمدخان بریال
30 وږی 1402
د کشک ـ تیرپل نفتي حوزې ارزونه داوطلبۍ ته وړاندې شوې

د دغه معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ترسره شوې غونډه کې پرېکړه شوې چې د کانونو او پټرولیمو وزارت دې د کشک ـ تیرپل نفتي حوزې جیوفزیکي ارزونه داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده.
په دې ناسته کې کرنې وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې د لغمان ولایت شاهي کانال پروژې تخنیکي مطالعات بشپړ کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د لغمان ولایت شاهلي کانال رغونې لګښتونه د ۱۴۰۳لمریز کال په بودجه کې ځای پر ځای شوي دي.
اقتصادي کمېسیون همدارنګه پرېکړه کړې چې په تورخم کې د اسانتیاوو برابرېدو او خدمتونو وړاندې کېدو په هدف ۴۵۰جریبه ځمکه د کاري بنسټونو جوړېدو لپاره مالیې وزارت ته ورکړله شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA