هغه خپلو په خوست کې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، د دوی لومړی طرحه به دا وي چې په ډېرو مسايلو کې د خلکو نظرونه ترلاسه او د هغوی په مشوره باندې مسايل حل او فصل شي.
نوموړي وويل، د دغې طرحې په ترڅ کې به همدا ډول په دغه ولايت کې د ټولو قومي شخړو ته يوه عادلانه د حل لار برابر شي او ډېرې داسې شخړي چې په تېرو شلو کلونو کې ناحله پاتې وې، حل شوې دي:
«زموږ لومړنۍ طرحه به دا وي چې، په دېرو مسایلو کې د خلکو نظرونه ترلاسه او د هغوی په مشوره مسایل حل و فصل شي. د خوست ټولو قومي شخړو ته یوه عادلانه حل لاره برابره شي چې، تر ډېره حده پورې په دغه طرحه باندې کار شوی دی.»
د امنيت امر عبدالحليم حيدر همدا ډول غونډې ته وويل، د پوليسو د لا ښه مسلکيتوب په موخه ګټور پروګرامونه ترتيب شوي او دغه راز د نشه يي توکو پروړاندې جدي او نه ستړې کېدونکې مبارزه روانه ده.
هغه وويل په تېرو شپږو مياشتو د دوی امنيتي ځواکونو د خوست په مرکز او ولسواليو کې مختلف عمليات ترسره کړي، چې ښې لاسته راوړنې لري:
« ۸۵ ميله مختلف النوع وسله،۱۷۰ بکسې د کلاشينکوف مرمۍ، ۲ ميله راکټ انداز، ۱۵۲۲ فايره د راکټ مرمۍ، ۷۳ کيلو ګرامه چرس، ۳۲ کيلو ګرامه شيشه، ۲۳ ګرامه هيرويين، ۲۷۸ کيلو ګرامه بنګ دانه، ۱۲۶۹۰ دانې تابلېت کا، ۱۴عرادې مختلف غلا شوي موټر، ۳۰ ډوله مختلف ماينونه، ۱۹ عرادې غلا شوي موټرسايکل، څه باندې ۲ ميليونه افغانۍ نغدې پيسې لاس ته راغلي دي»
حيدر ولس ته د حساب ورکونې يادې غونډې ته وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۲۶۸ کسان نيول شوي چې، دوسيې یې اړونده ارګانونو ته سپارل شوې دي.
نوموړي همدا ډول وويل په همدې موده کې يې ۲۱ جريبه ځمکه له کوکنارو اړولې، د ښار او ولسواليو څخه يې ۱۱۹ متعادين راټول کړي چې د تداوی په موخه يې اړونده اداره معرفي کړي دي:
«د لا ښه امنیت لپاره ۱۰ کامرې چې له چین هېواد څخه را غوښتنل شوي دي چې، تقریباً یوه کامره ۲ زره ډلر قیمت لري چې، د ښار په څلورو دروازو کې به نصب شي.»
د یادونې وړ ده چې، د خوست ښاروالۍ له لوري د ښې حکومتوالۍ په هدف د خوست ولایت د ټولو ادارو مسوولینو له لوري په ګډه سره د تېرو خپلو لاسته راوړنو په اړه ولس ته حساب ورکړل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ