ads

«د سپټمبر ۱۱مه؛ پر افغانستان د یرغل پلمه وه»

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر پر ۱۱ مه د امریکا په نیویارک ښار کې پر دوو سوداګریزو مرکزونو د الوتکو په وسیله برید وشو چې له کبله یې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

اسلام الدین احمدي
20 وږی 1402
«د سپټمبر ۱۱مه؛ پر افغانستان د یرغل پلمه وه»

امریکا د دغو بریدونو پړه پر القاعده ډلې واچوله او پر افغانستان يې ځکه یرغل وکړ چې ګواکي د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې دی، خو کابو یوه لسیزه وروسته د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د امریکایي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.
شنونکي هم د سپټمبر پېښه پر افغانستان د امریکا د یرغل لپاره یوه پلمه بولي.
د پوځي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي، امریکا چې د کومو اهدافو لپاره افغانستان ته راغلې وه، نه یوازې دا چې هغه تر لاسه نه شول، بلکې په دغه هېواد کې یې هېڅ بنسټیز کارونه ونه کړل.
د پوځي چارو شنونکی عزیز ستانکزی:
«امریکا چې په کوم هدف افغانستان ته راغلې وه، تر لاسه یې نه کړل، بلکی داسې نمایشي کارونه یې وکړل چې هېڅ بنیاد یې نه درلود. د دوی په اوږد مهاله جګړه کې په زرګونه افغانان شهیدان شول او سخته ویجاړي یې رامنځته کړه.»
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم وايي:
«له بده مرغه له هغه وروسته امریکا هوډ وکړ چې افغانستان اشغال کړي، په داسې حال کې چې د دې پېښې عاملین هېڅ کله افغانان نه وو.»
امریکا په افغانستان کې شاوخوا شل کاله حضور درلود، خو په دې موده کې نه یوازې دا چې له افغانانو سره یې کړې ژمنې عملي نه کړې، بلکې هغوی یې په داسې اقتصادي ستونزو، لوږې او بېوزلۍ کې پرېښودل چې هره ورځ ترې کړېږي او زرګونه ځوانان له هېواده د وتلو هڅه کوي.
که څه هم امریکا اوس په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور نه لري، خو خپل سفارتي کارونه له قطر هېواده ترسره کوي.
د اسلامي امارت مشران بیا د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې بیرته افغانستان ته راشي او دلته سفارتونه پرانیزي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي څه موده وړاندې په کابل کې یوې غونډه ته په وینا کې پر امریکا او نورو غربي هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان په بیا رغوونه کې ونډه واخلي.
« هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې پوځي فعالیت درلود، پر هغوی لازم ده چې بېرته راشي او د دغه هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.»
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي شتون په ترڅ کې په زرګونو ملکي وګړي ووژل شول، سلګونه زره بې کوره شول او لسګونه زره نور معیوب شول.
خو پر دې ټولو سربېره، امریکا اوس هم د افغانستان شتمني کنګل کړې، پر بانکي سیستم یې بندیزونه لګولي او د دغه هېواد په ګډون لا هم اسلامي امارت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA