ads

د افغانستان ۱۳.۹فیصده وګړي یو ډول معلولیت لري

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د افغانستان ۱۳.۹ فیصده وګړي یو ډول معلولیت لري چې ځینو عواملو ته په پام دغه شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

کامران احمدزی
20 وږی 1402
د افغانستان ۱۳.۹فیصده وګړي یو ډول معلولیت لري

د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاده یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د فزیوټراپۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
نوموړی وايي چې په افغانستان کې د آسیا فونډېشن د معلولیت د ملي سروې پربنسټ، د افغانستان ۱۳.۹ فیصده وګړي د یو ډول معلولیت لرونکي دي:« ځینو عواملو ته په کتو سره دا شمېرې په زیاتېدو دي، چې عمده عوامل یې د نفوس وده، د لوړ عمر کسانو ډېرېدل، د شکرې او زړه ناروغۍ، په کور او کار ځای کې ټپي کېدل، ټرافیکي پېښې، د زېږون نیمګړتیاوې، خوارځواکي او په هېواد کې ماینونه او ناچاوده توکي یادولای شو.»
حبیب الله اخندزاده زیاته کړه چې تر ډېره معلولیت لرونکي کسان فزیوټراپۍ ته اړتیا لري چې دوی ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
هغه وویل چې معلولیت لرونکو کسانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هرې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یو نارینه او یوه ښځینه فزیوټراپسټان ګمارل شوي دي:
«د عامې روغتیا وزارت له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵میلادي کاله د معلولیت او فزیکي بیارغونې سټراټیژي جوړه کړې چې په عملي کېدو سره یې د بیارغونې خدمتونو مدیریت پیاوړی او د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاوو او واقعیتونو په اړه ښه پوهاوی شوی دی.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس مولوي کلیم الله افغان بیا په هېواد کې فزیوټراپي ضروري بولي او وایي چې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې ورته اړتیا ډېره ده.
نوموړی وایي چې په هېواد کې یې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د ثبت لړۍ هم شفافه کړې او اوس په ډیجیټلي او رڼه توګه د شهیدانو ورثه او معلولین ثبتوي:
«۱۸۰ زره معلولین له موږ سره ثبت دي چې په هغو کې ۱۵۰ زره نارینه دي او ۳۰ زره ښځې دي، د نړۍ په کچه کې که کوم هېوادونه فزیوټراپۍ ته اړتیا لري، زموږ هېواد د هغو په سر کې راځي.»
په همدې حال کې د فزیوټراپسټانو د ټولنې مشر روزي خان همدرد وویل چې فزیوټراپسټان لاهم له جدي ستونزو سره مخ دي چې باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي:
«د فزیوټراپسټانو لپاره ښوونیز پروګرامونه کم دي، له ډیپلوم څخه لېسانس ته د فزیوټراپسټانو د ارتقا پروګرام نشته، نږدې ۱۲۰۰ فزیوټراپسټان په هېواد شته چې ۹۶فیصده یې درې کلن ډېپلومونه لري او هغوی اړتیا لري چې لېسانس ته ارتقا ورکړل شي.»
د یادونې وړ ده چې د سپټمبر ۸مه د فزیوټراپۍ نړیواله ورځ ده، خو دا ورځ په افغانستان کې تر خپل وخت درې ورځې وروسته ونمانځل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA