«موږ له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په بیا رغوونه کې له موږ سره همکاري وکړي او په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې پوځي فعالیت درلود، پر هغوي لازم ده چې بېرته راشي او د دغه هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو بیرته رالېږد هغه وخت شنونی دی چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تفاهم ته ورسېږي او په هېواد کې یې ډیپلوماټیک شتون ته زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي، دا یو ښه نظر دی، خو دا هغه وخت امکان لري چې په کور دننه بهرینو هېوادونو ته د هغوی په خوښه یو منظم سیسټم رامنځته شي.
«دا ښه نظریه ده، خو دا به هغه وخت شونې وي چې په افغانستان کې هغه څه چې غربیان یې غواړي، یو منظم سیسټم رامنځته شي. څو چې ځیني مسایل د بین الافغاني ډیالوګ په ترڅ کې حل نه شي، تر هغه به نور هېوادونه زړه نا زړه وي چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید اکبر سیال هم په دې اړه وايي:
«موږ هغه وخت دا کار کولي شو چې له نړۍ سره مثبت تعامل ته ورسېږو او په کور دننه داسې زمننه برابره کړو چې هغوی باور وکړي او له افغانستان سره تعامل ته زړه ښه کړي. حکومت په رسمیت وپېژني، وروسته بیا کولي شو له هغوی څخه د افغانستان په بیا رغوونه کې د ونډې تمه وکړو.»
اسلامي امارت تر دې وړاندې هم ویلي چې د رسمیت پېژندنې ټول شرایط یې پوره کړي، اوس اړتیا ده چې نړۍ ورسره مثبت تعامل ته راودانګي، خو د امریکا په ګډون ډېری هېوادونه لاهم په افغانستان کې د بشري حقونو پر تامین، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو پر ورکړې او نورو غوښتنو منل کېدو ټینګار کوي.