ads

د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره تړلې ده

نن د څلورمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ او ټرانزیټ پر مخ بنده وه.

تاج ولي غورځنګ
18 وږی 1402
د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره تړلې ده

د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د یوې امنیتي پوستې جوړېدو پر سر تر رامنځته شوې دوه ساعته نښتې وروسته د څلورمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه تړلې ده.
د ننګرهار ولایتي ادارې په خبرپاڼه کې له مسافرو څخه غوښتي تر هغه پورې چې دروازه نه وي پرانیستل شوې، تورخم ته دې له تګه ډډه وکړي.
د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې په لوړه کچه د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره خبرې اترې روانې دي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت هم وایي چې سردار احمد شکیب د جمعې په ورځ د تورخم دروازې او اړونده موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي چې د تورخم دروازې بندېدل د دواړو هېوادونو په زیان دی.
هغه ټینکار کړی چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزي، ځکه هلته بند مسافر او سوداګر په ډېر سخت حالت کې دي.
ویل کېږي چې دواړو لوریو ته د دغې دروازې د بندېدو له امله سلګونه مسافر بند پاتي چې ناروغان، ښځې او ماشومان هم په کې شته.
د چارو شنونکي پر دواړو غاړو غږ کوي چې د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه ژر تر ژره خبرې پیل کړي.
د سیاسي چار شنونکی ډاکټر معین ګل څکمنی په دې اړه کلید ته وویل چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کیږي:
«خو یوه خبره شته چې ډېری وخت دغه لاره قصداً بندیږي ترڅو د افغانستان میوې او سبزي‌جات خراب شي. هیله ده چې دغه لاره نوره خلاصه شي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی روح‌الله هوتک بیا وایي، د تورخم دروازې تړل ستونزې نه‌شي هوارولی.
«د لارې بندیدل نه یوازې په افغانستان کې په ټولنيزو برخو منفي اغیز لري، بلکې په پاکستان کې پر اقتصادي مسایلو هم منفي اغیز کولای شي. دواړو لورو ته په کار ده چې د ډیپلوماټیکو لارو دغه ستونزه هواره کړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان دننه ناامنیو ته اندېښنې د دې سبب کېږي چې پولې وتړل شي.
بل لور ته اسلامي امارت بیا بیا د پاکستان تورونه رد کړي او ويلي دي چې اسلام اباد خپل امنیت پخپله ټینګ کړي او نور دې نه ملامتوی.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت امنیتي او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د چهارشنبې د ورځې په وسله‌واله نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA