د مخکتنې په دې غونډه کې د کندهاري ليکوالانو ترڅنګ له پښتونخوا څخه یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو هم برخه اخیستې وه.
شاعر او ليکوال واصل حسنيار دا ډاول مخ کتنې د ادبي پرمختګ لپاره ښه ګام وباله او ویې ویل چې په هره ولسوالۍ کې باید د اداب د ودې لپاره کار وشي.
((دا لومړی ځل دی چې د سپین بولدک ولسوالۍ د ادبي بهير لخوا د دوو کتابونو مخ کتنه کېږي ښايي تر دې وړاندې د کندهار په هیڅ یوې ولسوالۍ کې داسې نه وي شوي.»
بل لورته لیکوال او شاعر نور احمد قرانمل په دغه مخکتنه کې د حیات الله لاروي پر کتاب خبرې وکړې او هغه یې د فلسفې په برخه کې د لوستونکو لپاره ګټور وباله.
((د لاروي صیب کتاب جالب او د لوستونکو پام ځانته راوړي، په دې کتاب کې عنوانونه جذاب ټاکل شوي او لوستونکی تر اخره پورې له ځان سره ساتي. ))
یو شمېر نورو لیکوالانو هم په اوسنیو وختونو کې د کتاب چاپول اړین بللي، او دغه راز یې د یادې ولسوالۍ له سوداګرو هم مننه کړې چې د کتابونو د چاپولو په برخه کې یې له لیکوالانو سره مرسته کړې.
لیکوال او شاعر مزمل حقمل په یاده غونډه کې وویل(( په داسې سیمو کې د کتاب چاپ کول همدومره اړین دي، لکه د ډوډۍ پیدا کول.»
د یادونې وړ ده چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې اوس مهال یوازې د اتلې تورپیکۍ ادبي بهیر شتون لري چې وخت ناوخت په کې ادبي ناستې کېږي.