ads

د ډالر ارزښت ټیټېدو علتونه څه دي؟

د سرای شهزاده د صرافانو ټولنه وایي، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې ډالر د افغانۍ په مقابل کې له لسو تر ۱۲ روپۍ راټیټ شوی دی.

فضل هادي حمیدي
11 وږی 1402
د ډالر ارزښت ټیټېدو علتونه څه دي؟

د شنبې په ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۷۶ افغانۍ تبادله کېده.
د افغانستان بانک وایي، توانېدلي چې په تېر یو کال کې د خپلو پولي سیاستونو په عملي کولو سره د افغانۍ ثبات وساتي.
د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري کلید راډیو ته وویل چې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د لوړېدو لوی علت پر افغانۍ د خلکو باور زیاتېدل دي او نوموړی په ورته وخت کې له خلکو هم غواړي چې په خپلو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي او په ورته وخت کې د افغانۍ ساتنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي:
«د پولي سیاستونو د بېلابېلو ابزارو کارول او د افغانۍ پرثبات د خلکو باور هغه عوامل دي چې له موږ سره یې مرسته کړې ده چې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتل شي. دا مهال په ډېری هغو سیمو کې چې تر دې وړاندې هلته سیمه ییز آثار کارول کېدل، اوس هلته افغانۍ کارول کېږي.»
په ورته وخت کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه هم وایي چې اوس افغانیو ته تقاضا زیاته شوې، نوځکه یې ارزښت لوړ شوی دی.
د دې ټولنې مرستیال حاجي حمدالله همدرد وایي، پخوا به چې خلکو پیسې پیدا کړې، آن که به یې معاش هم واخیست، په هغه به یې ډالر اخیستل، خو اوس خلک هڅه کوي چې افغانۍ له ځان سره وساتي.
«د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د لوړېدو عمده علت دا دی چې خلک اوس خپلو پیسو ته ارزښت ورکوي او خپلې پیسې ساتي، ډالر پرې نه اخلي، نو ځکه په بازار کې افغانۍ کمه او ډالر ډېر دی او بل په جنوب لویدیځ زون کې تر اوسه کلدارې چلېدې او اوس د افغانستان بانک هغوی ته دوې میاشتې وخت ورکړی چې باید راکړه ورکړه په افغانیو وکړي چې دا هم د افغانۍ په ارزښت اغېز لري.»
یو شمېر داسې اندېښنې هم شته چې کېدای شي مافیایي کړیو په لوی لاس د ډالر بیه راټیټه کړې وي، ترڅو په ټیټه بیه ډالر ترلاسه او بهر ته یې قاچاق کړي، خو د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه دا اندېښنې ردوي.
د دغې ټولنې مرستیال حاجي حمدالله همدرد وایي: «مافیایي کړۍ خو هر وخت وي، خو اوس د پخوا په پرتله ۹۹ فیصده له منځه تللې دي، استخبارات او په ټوله کې اسلامي امارت له مافیایي کړیو سره په مبارزه کې ډېر جدي دی. څوک نه پرېږدي چې خلاف کار وکړي، بل په ټولو لارو کې په جدي توګه د ډالرو د ایستلو مخه نیول شوې او څوک ډالر نه شي ایستلای.»
د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وایي، د ډالر ټیټېدل د افغانانو په ګټه دي او نوموړی یې لاملونه داسې یادوي:
«یو علت یې دا دی چې زموږ اسعاري زېرمې په خپل ځای دي، یعنې د افغانۍ بیه هغه ټاکي چې موږ دومره پشتوانه لرو، بل علت یې دا دی چې مرکزي بانک بازار ته وخت نا وخت ډالر عرضه کوي، بل علت یې دا هم دی چې زموږ د صادراتو کچه لوړه شوې او د پخوا په پرتله دوه نیم چنده شوي، د افغانۍ د لوړېدو بل علت دا هم دی چې د افغانۍ د چلښت ساحه پراخه شوې.»
سره له دې چې د افغانۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت راټیټ شوی، خو بیا هم په ښارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.
نن هم د هېواد په بازارونو کې د یو لېټر پټرولو بیه ۶۷ او ۵۵ او د ډیزلو بیه بیا ۶۰افغانۍ وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA