د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۳۰مې پر نیمه شپه الوتکې ته د وروستي امریکايي پوځي په ختلو سره افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شل کلن حضور پای ته ورسېد.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ناندریز بهیر ګډوډ او خونړۍ و چې له امله یې تر اوسه په کور دننه د جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې کېږي.
دوه کاله وړاندې پر همدې ورځ له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو خبر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککینزي ورکړ.
د رسمي اعلان له مخې په پام کې وه چې د ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال د اګېست پر ۳۱مه بشپړ شي، خو دا کار له ټاکلې نیټې یوه ورځ مخکې وشو.
د کابل په هوايي ډګر کې سي۱۷ ډوله پوځي الوتکې ته د وروستیو امریکايي سرتېرو په ختلو سره په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د نورو متحدانو پوځي حضور پای وموند.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککېنزي په وینا افغانستان کې د دوو لسیزو حضور پر مهال ۲ زره ۴۶۱ امریکايي سرتېري ووژل شول او نږدې ۲۱ زره نور ټپیان شول.
په افغاستان کې د ټولو وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۳ زره ۸۶۷ اعلان شوی دی.
له تېرو دوو کلونو راهیسې په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت واګی چلوي.
د اسلامي امارت چارواکي له هغه پیل نه دا وایي، له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د روان کال د مارچ میاشتې په ۳۰مه ویلي وو، امریکا دې د دوحې له هوکړې سره سم له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
«که نړۍ غواړي چې افغانستان په پښو ولاړ او خپلواک هېواد واوسي. افغانستان له سیاسي، اقتصادي او علمي اړخه په پښو ولاړ وي، باید نړۍ ورسره سیاسي اړېکې ورغوي او تعامل هم وکړي.»
بلخوا د چارو شنونکي وایي، اسلامي امارت له دوه کلن حکومت وروسته لا هم په دې نهدی توانیدلای چې له نړۍ سره سیاسي تعامل ته لار هواره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معینګل څمکنی په دې اړه وایي:
«ټوله نړۍ له اسلامي امارت نه غواړي چې په کوردننه بشري حقونو، پراخبنسټه حکومت، نشهیي توکو او دغه راز د افغانستان خاوره چې د بل چا پر ضد ونه کارول شي جدي پام وکړي. زه فکر کوم چې اسلامي امارت ترڅو دغه ټکو ته پام ونه کړي، نړۍ به ورسره تعامل ونه کړي.»
د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری بیا وایي، که څه هم اوسنی حکومت له نړۍ سره سیاسي تعامل ته نهدی نږدې شوی، خو په خبره یې، په کوردننه یې امنیتي وضعیت کابو کړی دی.
«د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه، سیمه او امریکا په دې باوري دي چې اوسني حکومت په افغانستان کې تر ټولو ښه امن راوستی دی. دوی وایي چې د اسلامي امارت دغه ځانګړنه تر ټولو ښه ده.»
له نږدې شل کلن ماموریت وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ هوکړه وشوه.
د همدې هوکړې له مخې ټولو بهرنيو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړل.