پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پرون په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي چې د پاکستان په وروستیو نا امنیو کې افغانان لاس لري.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د پاکستان امنیتي چارواکي په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې تر پاتې راتلو وروسته داسې څرګندونې کوي.
ده زیاته کړې چې د اسلامي امارت ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې لسګونه پاکستاني داعشیان چې په افغانستان کې یې بریدونه کول، له اسنادو او شواهدو سره یو ځای نیولي. په اعلامیه له پاکستاني لوري غوښتل شوي چې له خپل امنیتي وضیعت سره د سم چلن وکړي او په خپل کور کې یې حل ولټوي.
د چارو شنونکي هم وایي، دواړه لوري باید هڅه وکړي چې روانې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معینګل څمکنی پهدې اړه زیاتوي:
«کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کېږي، باید هڅه وشي چې له ډیپلوماټیکو لارو دغه ستونزې هوارې شي، ځکه لفظي شخړې ولسي ستونزو ته لار هواروي.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا بیا وایي، پاکستان تل هڅه کوي چې د افغانستان له وضعیت څخه ناسمه ګټه پورته کړي.
«پاکستان تل د افغانستان په مخالفتونو کې یو څه ګټه لاسته راوړې ده. دوی غواړې له همدې لارې له امریکا څخه یو ځل بیا یو څه لاسته راوړي چې دغه څه احتمال هم لري.»
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي ورته څرګندونې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د دغه هېواد په ناامنیو کې افغانان ښکېل بللي دي.
خو اسلامي امارت بیا ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېچاته ګواښ پېښ نه شي.