خبریالانو ذبیح الله مجاهد ته ویلي چې ډېرې خبري موضوعات په دې خاطر له نشر څخه پاتې کېږې چې پر وخت خبریالانو ته معلومات نه ورکول کېږي.
هغوی غوښتنه کړې چې دولتي وياندويان بايد په دې برخه کې وروزل شي او دا ورته وښودل شي چې معلومات شریکول د ټول ملت په ګټه دي.
«دا چې د لومړي ځل لپاره مو ناسته درلوده، له ذبیح الله مجاهد سره نو موږ ورسره د معلوماتو ته د نه لاس رسي او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په اړه وغږېدو.»
ذبیح الله مجاهد لومړی د ځايي خبریالانو ستونزې او غوښتنې اورېدلې او وروسته يې ژمنه کړې چې معلوماتو ته به لاس رسی زیات شی او خبریالانو ته به کاري ساحه نوره هم پراخه شي.
نوموړي ویلي چې د رسنيو اقتصادي ملاتړ لپاره به د کندهار صنعتي پارک مسوولين او د فابريکو خاوندان تشویق کړي، څو خپل د توليداتو اعلانونه رسنيو ته ورکړي چې په خبره يې هم به وطني توليداتو ته بازار موندنه وشي او هم د رسنيو مالي ملاتړ وشي.
«د حکومتي ارګانونو او رسنيو ترمنځ به ښه همږغي رامنځته شي او اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه به هم پرمختګ وشي او د راپورونو د انعکاس ساحه به پراخه کړو))
په دې غونډه کې د حکومت وياند وویل چې د رسنيو قانون هم نهايي شوی او ډير ژر به پلی شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ