له دې ډلې د روانې اګست میاشتې پر ۵مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، په داسې حال کې چې کال تر نیمايي اوړي، په افغانستان کې يې د څه باندې ۲۱ میلیونه مرستو ته اړمنو کسانو لپاره د ۳.۲ میلیارده ډالرغوښتي چې یوازې ۲۵ فیصده (یا ۷۴۴ مېلیونه ډالره) یې ترلاسه کړي دي.
دغه بنسټ دا هم ویلي چې د بودجې کموالی يې په افغانستان کې د ۲۶۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او له ۱۳ مېلیونه وګړو یوازې پنځو میلیونو ته د خوړو د مرستو کمېدو لامل شوی.
بلخوا، د تېرې جولای میاشتې پر۳۰مه د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیو.اېف.پي) ویلي وو چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري.
دغه بنسټ ویلي چې په دغه هېواد کې ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي، خو د دې ترڅنګ یې دا هم زیاته کړې چې د بودجې د کمښت له کبله یې د افغانستان په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم مرستې کمې کړې دي.
خو د چارو کارپوهان وایي، د بودجې کمښت یوازې پلمه ده او بشري مرستې د سیاسي اهدافو لپاره د فشار وسیلې په توګه کارول کېږي.
د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکی شفیع الله ستومان وایي:
«تر ډېره دا مرستې سیاسي اړخ لري، کله چې له اسلامي امارت سره اړیکې نږدې کېږي او په ځینو مسایلو هوکړې ته رسېږي، مرستې ډېریږي، خو کله چې اړیکې ترېنګلې کېږي، نو بیا داسې اعلانونه کېږي چې موږ په افغانستان کې مرستې کموو او کافي بودجه نه لرو.»
د سیاسي چارو بل شنونکی احمدخان اندړ وایي، د بشري مرستو د زیاتولو او اقتصادي ناورین د کابو کولو لپاره باید دواړه لوري هڅه وکړي چې یوه تعامل ته سره ورسېږي:
«د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ځینې مرستندویه بنسټونه چې وایي، د بشري مرستو لپاره بودجه نه لري، دا بهانې دي، ترشا یې سیاسي ستونزې دي، د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل پرمختګ نه دی کړی.»
خو ځینې اندېښنې دا هم دي چې کېدایشي افغانستان نور د نړیوالو له پامه غورځېدلی وي، ځکه بشري مرستې کمې شوې، خو د نړیوالو چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا په دې اړه وایي:
«افغانستان هېڅکله د نړیوالو له پامه نه غورځي، ځکه دوی زموږ سره د بشریت یا اسلامي خواخوږۍ له مخې اړیکې نه پالي، بلکې دوی زموږ کانونو ته په کتو زموږ سره اړیکې پالي.»
خو دا چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو علت څه دی؟ ایا د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ سوکه تعامل بشري مرستې کمې کړې، په دې اړه مو د اسلامي امارت د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې د نادولتي ادارو په چارو کې د اسلامي امارت لاسوهنو د مرستو بهیر ټکنی کړی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.