د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د شنبې په ورځ ویلي چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د سیمې ثبات اسلامي امارت ته لومړیتوب لري او ټینګار کوي چې هېچا ته د نورو پرضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي، خو په خبره یې نور هم باید د خپلو کمزوریو د پټولو لپاره افغانستان ته ګوته ونه نیسي:
«د پاکستان په ګډون ټول هېوادونه باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي، د هغو ستونزو په حل تمرکز وشي او د پړې ګوته افغانستان ته ونه نیول شي، د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر وړاندې موږ له افغانستان څخه تحرکاتو ته اجازه نه ورکوو خو له خپلو کمزوریو او د پېښو په مخنیوي کې پاتې راتللو څخه د ذهنیتونو د اړولو لپاره باید تور په افغانستان پورې نه شي.»
د چارو شنونکي بیا وایي چې دا پېښې دننه په پاکستان کې کېږي او د مخنیوي مسوولیت يې هم پخپله دوی ته ورګرځي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی معین ګل څمکنی وايي، پاکستان خو د ډیورنډ پر فرضي کرښه اغزن تار غځولی، څنګه کېدای شي چې له هغه څخه خلک له وسلو سره تېر شي: «په وار وار ټي ټي پي هم ویلي چې موږ په پاکستان کې دومره خاوره لرو چې خپل عملیات په کې تنظیم کړو، پاکستان غواړي خپلو کمزوریو ته یوه پلمه جوړه کړي، خو پاکستان باید دا هم په پام کې ولري چې د دوی هوایي حریم زموږ پر وړاندې کارول کېږي.»
د سیاسي چارو بل کارپوه عبدالواسع قانع وایي، پاکستان هڅه کوي چې په دې ډول څرګندونو سره د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل او اړیکې خرابې کړي: «دوی غواړي له یوې خوا د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې د نږدې کېدو مخه ونیسي، نه پرېږدي چې امارت د رسمیت پېژندنې خواته لاړ شي او له نړیوالو سره یې اړیکې سمې شي، بل هڅه کوي چې په دې بهانه له خپلو دوستانو څخه پیسې ترلاسه کړي او اساسي هدف یې دا دی چې دوی یو امن او با ثباته افغانستان نه شي زغملی.»
د یادونې ده چې د پاکستان له دفاع وزیر یوه ورځ وړاندې د هغه هېواد لوی درستیز هم په افغانستان ورته تور پورې کړی و، خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد نه کارول کېږي.
د چارو کارپوهان وایي، د داسې تورونو پرځای ښه دا ده چې ستونزې د خبرو او ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې حل شي.