ads

د مسکو فارمټ غونډې ته تمې شته؟

د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ګډون ولري.

اسلامي الدین احمدي
25 چنګاښ 1402
د مسکو فارمټ غونډې ته تمې شته؟

تېره ورځ په کابل کې د روسیې سفیر «دیمیتري ژیرنوف» له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د روسیې فارمټ په راتلونکې ناسته کې نوموړي ته د ګډون بلنه ورکړې، چې هغه هم منلې ده.
د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې امیرخان متقي هیله څرګنده کړې چې کابل او مسکو به د ډیپلوماټیکو اړیکو په چوکاټ کې له دې ناستې غوره ګټه پورته کړي.
«متقي د روسیې سفیر ته وویل چې د مسکو فارمټ د سیمې تر منځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي. هغه دغه راز د روسیې له سفیر څخه د سوداګرو او عامو افغانانو لپاره د ویزو د اسانتیا غوښتنه هم وکړه.»
د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې په دې غونډه کې به د دواړو لوریو له خوا تکراري غوښتنې وشي.
دوی وايي، تر اوسه پورې هغه غوښتنې چې اسلامي امارت له نړیوالو او نړۍ له اسلامي امارت څخه لري نه دي عملي شوې او تر ډېره به په دې ناسته کې هم پر تکراري غوښتنو ټینګار وشي.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وايي:
«تر هغه چې موږ یو واحد فکر رامنځته نه کړو، فکر نه کوم که موږ په دې برخه کې پرمختګ وګړو. د پخوا په څېر به غونډې کېږي، خو هغه تمه چې ملت ترې لري، نه به تر لاسه کېږي. ځکه تر هغه چې موږ په حکومتولۍ او نورو برخو کې بدلون رامنځته نه کړو هیڅ کله به نړۍ سره مثبت تعامل ته ونه رسېږو.»
د سیاسي چارو بل شنونکی شېر حسن حسن وايي، یاده غونډه د اسلامي امارت لپاره ګټوره ده او دوی باید په دې غونډه کې د زړو موضوعاتو او غوښتنو پر ځای له نویو غوښتنو او لاسته راوړنو سره په دغه غونډه کې برخه واخلي.
«اسلامي امارت باید په خپلو کړنو، پرېکړو، اظهاراتو او څرګندونو کې نوی نظر وکړي او د نوي نظر له مخې له نړیوالو سره خپله اړېکه جوړه کړي او له نوي پیغام سره د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ترسره شوې وه چې اسلامي امارت ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
د یادې ناستې ګډونوال افغانستان، روسیه، چین، ایران، هند او پاکستان هېوادونه دي چې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې د مسکو په کور‌بتوب د افغانستان په اړه ناستې جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA