په دغه ملي سمپوزیم کې د شیخ زاید پوهنتون پر استادانو سربېره، د ننګرهار، بلخ، هرات، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو د پوهنتونونو استادانو مقالې کتل کېږي او په معیارونو برابرې مقالې په نړیوالو مقالو کې شمېرل کېږي او لیکونکي ته یې علمي ترفیع هم ورکول کېږي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په دغه مراسمو کې وویل، له نړی سره د سیالۍ لپاره په کار ده چې د زدهکړو مرکزونه معیاري او له نړیوالو اصولو سره برابر شي.
سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وویل، د یو هېواد پرمختګ او خود کفا کېدل له زدهکړو سره مستقیمه اړیکه لري:
«په دې باندې د دواړو طایفو که مسلمانان دي که غیر مسلم دي پر دې اتفاق دي چې، ترقي په علم پورې تړلي ده. د یو ملک ابادي، پرمختګ او خودکفايي له علم سره تعلق لري.»
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم په دغو مراسمو کې وویل چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ شته فکري اختلاف دې له منځه یووړل شي او د افغانستان د پرمختګ لپاره دې ملي وحدت رامنځته شي.
سراج الدین حقاني زیاته کړه، دوی په کمو امکاناتو هڅه کوي چې، علمي مرکزونه پیاوړي کړي او د سیاسي او نورو مسایلو ښکار نه شي:
«زموږ په وطن کې د ډېر وخت راهیسې دا کوشش روان دی چې، مدرسې او پوهنتون یو بل ته مقابل واقع کړي، خو موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې، د دیني علم د انسانیت مراکز دې د یو بل په مقابل کې مقابل واقع شي.»
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل، له شل کلنې جګړې وروسته بیا هم د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي وضعیت ښه شوی دی.
حقاني د افغانستان د بقا او پایښت لپاره په هره برخه کې پر مسلکیتوب ټینګار وکړ:
«علمي ادارې باید چې څومره قوي وي د ملک د بقا او قوت لپاره، بیا به موږ ان شاءالله دومره قوي شو چې، دونیا ته به محتاج نه وو دنیا به موږ ته محتاجه وي. که دا ګاوندي هېواد پاکستان، ایران او ازبکستان ته سر ورښکاره کړو زموږ واردات او صادرات دواړه په جنجال کې دي خو له دوی زموږ الحمدالله نرخونه ډېر ټيټ دي.»
د یادونې وړ ده چې، په شیخ زاید پوهنتون کې دغه ملي سمپوزیم درې ورځې دوام لري او په معیار برابرې مقالې به په نړیوالو مقالو کې وشمېرل شي.