ads

«اسلامي امارت دې د رسمیت شرایط پوره کړي»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د امنیت شورا ته د خپل ربعوار راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي چې که اسلامي امارت غواړي چې د نړیوالې ټولنې یوه فعاله برخه شي، باید د بشري حقونو ساتنې او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

فضل هادي حمیدي
19 چنګاښ 1402
«اسلامي امارت دې د رسمیت شرایط پوره کړي»
Secretary-General António Guterres briefs an emergency UN Security Council meeting on the situation in Afghanistan.

ګوټرېش په دغه څرګندونو کې د ښځو زده کړو، کار او د پخواني جمهوریت د کارکوونکو خوندیتوب ته یې اشاره کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بشري حقونو په اړه نړیوال تعریفونه سره توپیر لري او دا تعریفونه په بېلابېلو فرهنګونو، چاپېریالونو او ځینې نورو ارزښتونو پورې تړاو لري.
مجاهد وایي، اسلامي امارت ټولو وګړو ته له شریعت سره سم حقونه ورکوي، له هېچا سره زیاتی نه کېږي او د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې روانې دي:
«دوی غواړي افغانان له امریکا یا اروپا غوندې ژوند وکړي او کوم شی چې هلته حقوق تعریف شوي، هغسې ژوند وکړي، خو دا بعیده ده، ځکه د فرهنګونو تغیر ته یې خبره رسیږي او اسلامي ارزښتونه نه مراعات کېږي چې زموږ ارزښتي مسایل دي. دوی باید د هېوادونو ترمنځ تفاوتونو او بېلوالي باندې قناعت وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه امین الله احساس وایي، اسلامي امارت او نړیوال د بشري حقونو په تعریف کې سره اختلاف لري.
د ده په خبره، نړۍ غواړي خلکو ته فردي آزادي ورکړي، خو اسلامي امارت وایي چې هرڅوک باید د شرعي قوانینو په چوکاټ کې ژوند وکړي:
«دوی غواړي اسلامي امارت د غرب د غوښتنو منلو ته اړ کړي او هغه غوښتنې پرې ومني، دا ازمایښتي غوښتنې دي چې وړاندې کوي یې، خو همدغو مسایلو او ارزښتونو ته په نوره نړۍ کې دومره پام نه کېږي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی شېرحسن حسن بیا وایي، اسلامي امارت باید د بشر هغه حقونه لکه د ښځو کار او زده کړې ومني چې له اسلامي شریعت او افغان کلتور سره په ټکر کې نه دي:
«د بشر په حقونو کې تر ټولو لومړی د کار او زده کړو حق دی، نو که په دغه برخه کې د اسلامي امارت مشران خپل نظر او خپلې پرېکړې بدلې نه کړي، افغانستان به منزوي شي او د دې انزوا دوام هم د افغانانو او هم د اسلامي امارت لپاره ستونزې جوړولای شي.»
له همغه لومړنیو ورځو چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نړیواله ټولنه د بشري حقونو په رعایت ټینګار کوي او اسلامي امارت وایي چې ټولو وګړو ته له اسلامي قوانینو او شریعت سره سم حقونه ورکوي، خو دا چې دا ستونزه به څرنګه حل شي او له نړۍ سره به اسلامي امارت په کوم ډول تفاهم او تعامل ته ورسېږي، دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA