ملګري ملتونه، امریکا، اروپایي ټولنه او د افغانستان او سیمې ګاونډي هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته د کار اجازه ورکړی، پراخبنسټه حکومت جوړ کړي، خو د اسلامي امارت حکومت وایي چې دا د دوی کورنۍ مسله ده او نړیوال په کې د لاسووهنې حق نه لري.
بلخوا، لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د اسلامي امارت د مسوولینو او د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو او استازو تر منځ لیدنې کتنې ډېرې شوې او داسې باور کېږي چې کېدایشي نړیوال د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته نږدې شوي وي.
سیاسي شنونکي هم وایي چې نړۍ باید نور اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالوسع قانع وایي:
«څو چې په کوردننه اسلامي امارت ټول ولس یو خوله او یو موټی نهکړي، نو دا به ډېره ګرانه وي چې اسلامي امارت نړۍ ته پهدې برخه کې ډاډ ورکړي چې سیاسي تعامل ورسره وکړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی روحالله بیا وایي، اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې له نړیوالو سره په ځینو مسایلو کې نرم چلند وکړي، څو رسمیت پېژندنې ته لار هواره شي.
«د اسلامي امارت چارواکو ته پهکار ده چې له نړیوالې ټولنې سره نږدې اړیکې او سیاسي تعامل وکړي. لکه څنګه چې تاسې خبر یاست چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ وایي چې دوی به د دوحې په څېر یوه لویه ناسته رابولي او په دې ناسته کې به د اسلامي امارت چارواکي هم ګډون کوي.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې ملګري ملتونه د روان میلادي کال تر پایته رسېدو وړاندې د افغانستان په اړه دوحې ته ورته غونډه جوړه کړي.
په افغانستان کې د یوناما سیاسي مرستیال د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال او د دې څوکۍ له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې په دې ناسته کې به د اسلامي امارت استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
خو دا چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه څه پرېکړه وشي، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.